په اروزګان كې تېره شپه د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد له كبله د مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان شوي او پنځه تنه نور لادركه دي.
دا خبره د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان ملک زين الله كليد ته وكړه.
هغه وويل، دغه بريد د ترينكوټ په صد مرده سيمه كې د طالبانو پر يوې غونډې شوى دى.
زين الله زياته كړه، په وژل شوو طالبانو كې مهم طالب قوماندان ملا حمدالله، چې په مطمئن مشهور و، هم شامل دى.
د نوموړي په خبره، ملا حمدالله په اروزګان كې د يو شمېر کمربندونو قوماندانان د ځينو پلانونو د شريکولو لپاره را غونډ کړي وو، چې د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد هدف ګرځېدلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ