امنيتي چارواکي وايي، د كندهار په ميوند ولسوالۍ کې يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تصفيوي عملياتو په مهال د دولت اووه وسله وال مخالفين وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مرستيال محمد صادق عيسى کليد ته وويل، دا عمليات افغان ګډو ځواکونو ترسره كړي، چې په کې يې د وسله والو مخالفينو دوه قرارګاوې هم له منځه وړې دي.
عيسى زياته کړه، د ۲۰۵ اتل قول اردو د انجنيرۍ ټيم د کندهار په شاوليکوټ، ميوند او د زابل په شاجوى او شينکۍ ولسواليو کې ۲۵ كړۍ ماينونه کشف او له منځه وړي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ