افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې یو ځانمرګی بريدکوونکی هدف ته تر رسېدو مخکې په نښه کړ.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد وايي، دغه کس چې چاودېدونکي توکي يې په ځان پورې تړلي وو، ماښام مهالیې غوښتل چې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند یوه جومات ته ننوځي، خو وپېژندل شو او هدف ته تر رسېدو مخکې لهمنځه یوړل شو.
مجاهد وايي، پېښه د کمپنۍ په سیمه کې د ایوب صابر جومات په انګړ کې رامنځته شوه.
دی وايي، په پېښه کې یو کس ټپي او خپله ځانمرګی بريدکوونکی لهمنځه وړل شوی دی.