ads

سادات: د كانديدانو د نومليكنې بهير د غځېدو په اړه تصميم نه دى نيول شوى

په داسې حال كې، چې مخكې د ارګ يوې باوري سرچينې ويلي و، چې د جمهوري رياست ټاكنو ته د كانديدانو د نومليكنې بهير د غځېدو لپاره خبرې روانې دي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، تراوسه په دې اړه تصميم نه دى نيول شوى.

نویسنده: mayar
29 مرغومی 1397
سادات: د كانديدانو د نومليكنې بهير د غځېدو په اړه تصميم نه دى نيول شوى

په داسې حال كې، چې مخكې د ارګ يوې باوري سرچينې ويلي و، چې د جمهوري رياست ټاكنو ته د كانديدانو د نومليكنې بهير د غځېدو لپاره خبرې روانې دي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، تراوسه په دې اړه تصميم نه دى نيول شوى.
د دغه كمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات كليد ته وويل، تر دې دمه نهو تنو، چې معلوماتي كڅوړې يې ترلاسه كړې وې، د جمهوري رياست ټاكنو ته ځانونه كانديد كړي دي.
د نوموړي په وينا، كمېسيون تصميم لري، چې د روانې مرغومي مياشتې تر پايه د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو نومونه ثبت كړي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د روانې مرغومي مياشتې له لومړۍ تر ۱۲مې نېټې د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو د نومليكنې وخت ټاكلى و، خو وروسته يې وويل، چې دا موده د معلوماتي كڅوړو وېش ته ځانګړې شوې او د كانديدانو د نومليكنې بهير به د يادې مياشتې له ۱۳مې تر ۳۰مې نېټې ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA