ads

پاول: ټرمپ له افغانستان د امريکايي سرتېرو ايستلو ته ژمن دی

امریکايي سناتور رانډ پاول چې پرون یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل حتمي بللي وو، تازه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، ټرمپ له افغانستان او سوریې د امریکایي ځواکونو ایستلو ته ژمن دی.

نویسنده: mayar
27 مرغومی 1397
پاول: ټرمپ له افغانستان د امريکايي سرتېرو ايستلو ته ژمن دی

امریکايي سناتور رانډ پاول چې پرون یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل حتمي بللي وو، تازه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، ټرمپ له افغانستان او سوریې د امریکایي ځواکونو ایستلو ته ژمن دی.
پاول له ټرمپ سره د سناتورانو تر اوږدې جلسې وروسته دغه خبرې رسنیو ته کړې دي. هغه ویلي له ټرمپ سره یې د افغان جګړې په اړه اوږده بحثونه کړي او هغه ژمنه کړې چې له افغانستان به خپل ځواکونه وباسي.
دده په خبره په افغانستان کې پر جګړه لګېدونکې پیسې به د امریکا د رغونې او داخلي امنیت لپاره لګول کېږي.
ددغه امریکايي سناتور په وینا ټرمپ سل سلنه ډاډ ورکړی چې له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستلو ته ژمن دی او د یوه پلان له مخې به خپل ځواکونه امریکا ته ستنوي. تر دې وړاندې هم ویل شوي وو، چې ټرمپ له افغانستان د اوو زرو عسکرو د ایستلو پلان لري، خو وروسته سپینې ماڼۍ وویل، چې تر اوسه په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA