ads

ایا سوله راتلونکې ده؟

له څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې تر ننه، افغان او بهرني ځواکونه او طالبان د یو بل پر وړاندې جنګېږي، خو نتیجه صفر ده. د ملي یووالي حکومت په څه باندې څلورنیم کلنه دوره کې خو طالبانو لوی لوی بریدونه هم وکړل او ان د ولایتونو د نیولو په هڅه کې شول، خو پایله بیا هم صفر وه.

نویسنده: mayar
9 مرغومی 1397
ایا سوله راتلونکې ده؟

له څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې تر ننه، افغان او بهرني ځواکونه او طالبان د یو بل پر وړاندې جنګېږي، خو نتیجه صفر ده. د ملي یووالي حکومت په څه باندې څلورنیم کلنه دوره کې خو طالبانو لوی لوی بریدونه هم وکړل او ان د ولایتونو د نیولو په هڅه کې شول، خو پایله بیا هم صفر وه. بل خوا افغان او بهرنیو ځواکونو هم هڅه وکړه چې د جګړې له لارې طالبان راوپرځوي، خو دې کار هم کومه څرګنده نتیجه نهدرلوده او طالبان لا هم په جګړه بوخت دي. اوس کرار کرار دغه باور خپل رنګ بایلي او داسې ښکاري چې ګواکې ټول لوري دې سولې ته لېواله شوي وي. دا خبره ځکه کوو چې ګورو د درېیم ځل لهپاره د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې خبرې کېږي. له دې دا اټکل هم کولای شو چې ګواکې د جګړې ښکېل لوري نور دې پایلې ته رسېدلي چې جګړه د افغانستان کشاله نهشي حل کولای. بل خوا يو وخت افغان حکومت او طالبانو يو بل ته داسې شرطونه وړاندې کول چې د مقابل اړخ له تسليمۍ پرته يې بله معنا نهلرله؛ حکومت له طالبانو د اساسي قانون منل، د وسلې اېښودل او نېغ په نېغه سولهييز ژوندانه ته راګرځېدل غوښتل او طالبانو بیا تر هر څه وړاندې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه مطرح کوله، خو په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې لهپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي او طالبانو د قطر دفتر غړو تر منځ وروستۍ ليدنې او بيا د دې ليدنو د جزئیاتو خپرېدل په ډاګه کوي چې ټول لوري یو څه تر خپلو غوښتنو په شا شوي او هڅه کوي چې له وړاندې شرطونو تېر شي. د دې ترڅنګ تر دې وړاندې د سولې په برخه کې تر ټولو ستره ستونزه د قوي ارادې نشتوالی ګڼل کېده، خو اوس داسې ښکاري چې دا اراده دې هم رامنځ ته شوې وي. بل لور ته د سيمې يو شمېر هېوادونه که څه هم په دې تړاو خپل بېلابېل سياسي ليدلوري لري، خو داسې معلومېږي چې د دوی ترمنځ دې هم د افغان سولې په رابطه یو څه د نظر نږدېوالی راغلی وي. د افغان سولې په رابطه د روسیې او امریکا د نظر نږدېوالی زموږ د دغې ادعا ښه ثبوت دی. چين هم چې تل اقتصادي فکرونه تعقیبوي په دې هیله دی چې د افغانستان په ثبات سره د خپلو اقتصادي پروژو پليتابه ته ملا وتړي. خو د افغان سولې په تړاو د پاکستان او ايران سياست بيا لږ څه بېل دی او داسې څرګندېږي چې دوی اوس هم په افغانستان کې د جګړې له لارې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو خوبونه ګوري. تهران او اسلاماباد فکر کوي چې که افغانستان ثبات ته ورسېږي ښايي ځينې ګټې له لاسه ورکړي. د بېلګې په توګه په ۲۱مه پېړۍ کې د اوبو د کمښت ستونزه تر ټولو جدي بلل کېږي او ایران او پاکستان په مفته د افغانستان د سیندونو ملیاردونه متر مکعبه اوبه کاروي. خو له سیمهییزو مزاحمتونو سره سره په نړیواله کچه د افغان سولې په رابطه د نظر اجماع رامنځ ته کېدل مزاحم هېوادونه دې ته اړ کولی شي چې د افغان سولې له بهیر سره یو ځای شي. ښايي د پاکستان صدراعظم عمرانخان د وروستي ښه نیت څرګندول هم له همدې ځایه رنګ اخستی وي.
که په ټوله کې خپل بحث راټول کړو داسې ښکاري چې ګواکې نن دې تر بل هر وخته د سولې فرصتونه زیات شوي وي. رویټرز راپور ورکړی چې امریکايي پلاوي د متحده عربي اماراتو په غونډه کې طالبانو ته د شپږمیاشتني اوربند او له هغه وروسته د لنډمهاله حکومت د جوړېدو وړاندیز ورکړی او طالبانو د دغو وړاندیزونو په اړه د غور کولو ویلي دي. ځینې داسې اوازې هم شته دی چې ګواکې طالبانو د لنډمهاله حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی او غوښتي یې دي چې د دغه حکومت مشري دې دوی ته ورکړل شي. له همدې سره هممهاله طالبانو یوه اعلامیه هم خپرې کړې او په هغې کې یې ویلي دي چې د امریکایانو د پوځي حضور پای ته رسېدو او بندیانو خوشې کولو په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی. طالبانو همداراز ویلي دا هغه موارد دي چې په افغان حکومت پورې هېڅ اړه نهلري. په ورته وخت کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي وو چې له څلور اړخيزو او يو لړ دوه اړخيزو برياليو کتنو وروسته کابل ته تللی او په خبره یې سوله راتلونکې ده.
خو له دومره هیلهمندیو او بحثونو سره سره لا هم پر ځای پاتې ستونزه څه ده؟ ستونزه دا ده چې تر دمګړۍ افغان حکومت په خبرو اترو کې هېڅ نقش لري او طالبان مخامخ له امریکايي پلاوي سره په خبرو بوخت دي. ایا افغان حکومت ته بېپامي به د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ نهکړي؟ د دغې پوښتنې ترڅنګ بله پوښتنه دا مطرح کېږي چې دغه سوله به په ټوله کې د افغانانو لهپاره څومره بیه او قیمت ولري؟ ایا د تېرې څه باندې یوې نیمې لسیزې په لاستهراړونو به معامله ونهشي؟ دا او دې ته ورته ډېرې نورې پوښتنې هم شته دي چې باید مرکهکوونکی پلاوی ورته روښانه ځواب ووايي.
افغان ولس اړ دی چې دغو پوښتنو ته د ځوابموندلو لهپاره یو څه نور صبر هم وکړي، څو ولیدل شي چې د طالب استازو او امریکايي پلاوي خبرې اترې چېرته سر وباسي او ایا سوله په رښتیا هم راتلونکې ده او که نه؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA