افغان ګډو امنيتي ځواكونو تېر ماښام د غزني په ګيلان ولسوالۍكې د دولت د وسله والو مخالفينو په ضد عمليات كړي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا عمليات افغان هوايي او كومانډو ځواكونو د ګيلان ولسوالۍ په لونګ سيمه كې ترسره كړل.
د هغه په وينا، په دې عملياتو كې د دولت دوه وسله وال مخالفين ووژل او ۱۷ تنه نور ونيول شول.
نوري زياته كړه، نيول شوي كسان كابل ته لېږدول شوي دي.
د غزني د والي د وياند په خبره، په يادو عملياتو کې ملکي کسانو او امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ