په فارياب كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۲۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو غوښتل د افغان ځواكونو د اكمالاتي كاروان، چې له دولت اباد ولسوالۍ څخه شيرين تګاب ولسوالۍ ته روان و، مخه ونيسي، خو تر دې كار وړاندې د دولت اباد ولسوالۍ په بازار قلعه كلي كې تر هوايي بريدونو لاندې راغلل.
د هغه په وينا، په دغو هوايي بريدونو كې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ