ads

جمهور رئيس غني او دوستم پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني او د هغه لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم د هېواد پر امنيتي حالت او له طالبانو سره پر مذاكراتو وغږېدل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لیندۍ 1397
جمهور رئيس غني او دوستم پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني او د هغه لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم د هېواد پر امنيتي حالت او له طالبانو سره پر مذاكراتو وغږېدل.
د جمهوري رياست د لومړي معاونيت په فېسبوك پاڼه كې راغلي، دوستم تېر ماښام په ارګ كې له جمهور رئيس غني سره وليدل.
د سرچينې په خبره، په دې ليدنه كې د هېواد پر روان امنيتي وضعيت په ځانګړې توګه په فارياب كې د زياتې ناامنۍ پر مخنيوي بحث وشو.
د جمهوري رياست لومړى معاونيت وايي، په دغه ليدنه كې، چې د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب او د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانكزى هم موجود وو، د نظامي نقشې پر مخ د هېواد بېلابېلې زيانمونكې سيمې مشخصې او بررسي شوې.
سرچينه زياتوي، دواړو لورو د سولې مذاكراتو او په هېواد كې د ثبات په اړه هم خبرې وكړې او د سولې بهير پر چټكولو يې ټينګار وكړ.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد جمهور رئيس له اوږدې مودې وروسته له خپل لومړي مرستيال سره ليدلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA