ټاکل شوې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن کابل ته راشي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، د قريشي په مشرۍ لوړپوړى پاکستانى پلاوى به کابل ته د خپل سفر په مهال له جمهور رئيس محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د بهرنيو چارو له سلب صلاحيت شوي وزير صلاح الدين رباني سره په ليدنو كې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو مسايلو خبرې وکړي.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د دواړو هېوادونو چارواكي به پر افغان سولې، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او اقتصادي موضوعاتو وغږېږي.
د يادونې وړ ده، چې رباني څو ورځې وړاندې د ټيليفوني خبرو په مهال د پاكستان د بهرنيو چارو وزير ته د كابل د سفر بلنه وركړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ