په اروزګان كې د ماين چاودنې اوو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
يوه باوري امنيتي سرچينه وايي، پرون ناوخته د مرکز ترينکوټ په شمالي برخه سرخوم کې د افغان سرتېرو پر يوه هاموې ټانك د ښخ کړل شوي ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، وژل شوي او ټپي سرتېري د لويې لارې د كنډك اړوند دي او په ياده سيمه کې مېشتو امنيتي پوستو ته د تګ په حال کې وو، چې چاودنه پرې شوې ده.
هڅه مو وکړه، چې د پېښې په تړاو د امنيتي چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغوى په دې اړه څه نه وايي.
وسله والو طالبانو هم تر دا مهاله د يادې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.
سرخوم له تېرو دوو کلونو راهيسې د طالبانو تر واک لاندې سيمه وه، چې څه موده وړاندې يې ځينې برخې افغان ځواکونو ونيولې او اوس يو شمېر سرتېري په كې مېشت دي.