ads

د كركټ د اسيا جام سيالۍ سبا پيلېږي

ټاكل شوې سبا په متحده عربي اماراتو كې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسيا جام سيالۍ پيل شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 وږی 1397
د كركټ د اسيا جام سيالۍ سبا پيلېږي

ټاكل شوې سبا په متحده عربي اماراتو كې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسيا جام سيالۍ پيل شي.
په دې سياليو كې به، چې د روانې سپټمبر مياشتې تر ۲۸مې نېټې دوام كوي، د افغانستان، پاكستان، هند، سريلانكا، بنګله دېش او هانګ كانګ لوبډلې ولوبېږي.
د كركټ د اسيا جام سياليو لومړۍ لوبه سبا د سريلانكا او بنګله دېش د لوبډلو ترمنځ په دوبۍ كې ترسره كېږي.
افغانستان به د سپټمبر مياشتې په ۱۷مه نېټه له سريلانکا او په ۲۰مه نېټه له بنګله دېش سره لوبې ولري.
د کرکټ نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډلې په توګه افغان لوبډله د لومړي ځل لپاره د اسيا جام په سياليو كې برخه اخلي.
دغو لوبو ته په اعلان شوې افغان لوبډله كې اصغر افغان، محمد شهزاد، احسان الله جنت، جاوېد احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، محمد نبي، ګلبدين نايب، راشد خان، نجيب الله ځدراڼ، مجيب الرحمن، افتاب علم، سميع الله شينوارى، منير احمد كاكړ، سيد احمد شېرزاد، شرف الدين اشرف او وفادار مومند شامل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA