د ملي اردو چارواکي وايي، په کونړ ولايت کې يې اوو پاکستاني طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، پرون يې د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ بزه ګل کلي کې د طالب وسله والو پر يوه ټولي بريدونه کړي، چې په ترڅ كې يې درې پاکستاني طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، دا بريدونه يې داسې مهال کړي، چې په ياده سيمه کې طالبان د ترهګريزو بريدونو د پلان جوړولو په هدف سره راټول شوي وو.
فقيري زياته كړه، په ترسره شوو بريدونو کې ولسي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ