د هلمند د سولې كاروان له لوري وسله والو طالبانو ته د اوربند كولو په هدف ټاكل شوى درې ورځنى ضرب الاجل تېره شپه ۱۲ بجې پاى ته ورسېد.
د دغه كاروان مطبوعاتي مسوول بسم الله وطندوست كليد ته وويل، طالبانو د دوى غوښتنې ته ځواب ورنه كړ.
نوموړي زياته كړه، دوى به ډېر ژر په كابل كې د پاكستان، ايران، امريكا، روسيې او بريتانيا د سفارتونو او د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د تحصن خېمې ودروي.
وطندوست ياد هېوادونه د طالبانو په ملاتړ تورن كړل.
د هلمند د سولې كاروان له ۳۷ ورځني پلي مزل وروسته كابل ښار ته راورسېد او تېره چهار شنبې يې طالبانو ته درې ورځې وخت وټاكه، چې د ولس غوښتنې ته په مثبت ځواب ويلو خپله خپلواکي ثابته او د حکومت اوربند ته په اوربند ځواب ورکړي، خو طالبانو د دغه ولسي حركت د غوښتنې په اړه غبرګون ونه ښود.