په کندهار کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د احمدشاهي لوبغالي د مصنوعي چمن د جوړېدو چارې پيل شوې.
په همدې هدف د شنبې په ورځ د هېواد د المپيک ملي كمېټې او فوټبال فدراسيون رئيسانو دې ولايت ته سفر وکړ او هلته يې له والي تورنجنرال زلمي ويسا او ځينو نورو چارواكو سره په ولايت مقام کې وکتل.
د كندهار ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د ليدنې په مهال په کندهار ښار او ولسواليو کې ځوانانو ته د سپورټ په برخه کې د امکاناتو پر چمتووالي، راتلونکو پلانونو او د ستونزو د حل په هدف مفصلې خبرې وشوې.
وروسته ياد پلاوي د ولايتي مسوولينو په ملتيا د احمدشاهي لوبغالي د مصنوعي چمن د پروژې چارې، چې د يو ميليون ډالرو په لګښت په درېيو مياشتو کې بشپړېږي، پرانيستې.
د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا وويل، په دغه ولايت كې د کرکټ لوبغالي تر پرانيستې وروسته به د فوټبال لپاره د دې لوبغالي جوړول د سپورټ په برخه کې لويه لاسته راوړنه وي.
د نوموړي په خبره، په کمو امکاناتو يې د سپورټ په برخه کې ستر ګامونه اخيستي او لا هم پراخې هڅې كوي، ترڅو کندهاري ځوانانو ته د سپورټ او تعليم په برخه کې پراخې اسانتياوې برابرې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ