ads

کندهار کې د پولیو اوومه مثبته پېښه ثبت شوه

د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د پولیو د تازه پېښې د ثبت خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
26 مرغومی 1396
کندهار کې د پولیو اوومه مثبته پېښه ثبت شوه

د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د پولیو د تازه پېښې د ثبت خبر ورکوي.

د دې ولايت د عامې روغتیا ريیس عبدالقیوم پخلا نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وویل، چې د پولیو دغه پېښه مخکې ثبت شوې خو اوس دوی خبر تر لاسه کړی چې یاده پېښه مثبته ده.

د پخلا په خبره، د پولیو دغه نوې پېښه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په رباط سیمه کې رامنځته شوې ده.

په دې سره په کندهار ولایت کې د پولیو د ثبت شوو مثبتو پېښو شمېره اووه او په جنوبي حوزه کې د پېښو شمېره لسو ته پورته شوه، چې له دې ډلې يې پنځه په شاه ولیکوټ، یوه کندهار ښار او وروستۍ مثبته ثبت شوې پېښه يې په سپین بولدک ولسوالۍ کې ده.

د کندهار د عامې روغتیا ريیس په دې ولایت کې د پولیو د پېښو د لا خطرناکه کېدو له لاملونو څخه تر ټولو جدي يې چاپېریالي ستونزې بولي.

د پخلا په خبره په ګڼو مېشتو او غریبو سیمو کې د غير معیاري تشنابونو زیاتوالی، د څښاک لپاره د پاکو اوبو نشت، د ماشومانو د تغذیې ناسم وضعیت، د لاسونو مطلق نه پرېولل او په ټولیزه توګه ککړ چاپېریال هغه ستونزې دي، چې د پولیو خطر يې لا زیات کړی دی.

لویه ویاله، چې د هلمند او اروزګان له جګړو څخه راغلي کډوال په کې اوسېږي، تر شاه ولي کوټ ولسوالۍ وروسته د پولیو دويمه خطرناکه سیمه ده، چې پنځه يې په شاه ولي کوټ ولسوالۍ او یوه يې د ښار په نهمه ناحيه کې ده.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA