په دې مراسمو کې، چې په ارګ کې ترسره شول، د کاسا ۱۰۰۰ برېښنا د لېږد لين قرارداد د ۳۲۵ اعشاريه ۱۶ ميليون ډالرو په ارزښت د افغانستان برېښنا شرکت اجرايوي رئيس امان الله غالب او د KPTL او KEC هندي کمپينو مسوولينو لاسليک کړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، له منځنۍ اسيا څخه پاکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ پروژه يا د ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا د لېږد لين شاوخوا ۷۶۵ کيلو مټره اوږدوالى لري، چې ۵۶۳ کيلو مټره يې له افغانستان څخه تېرېږي او په درېيو برخو کې د افغانستان په خاوره کې تطبيقېږي.
د دغې سترې اقتصادي پروژې لګښت د نړيوال بانک له بلاعوضه مرستو ورکول کېږي.
دغه راز په دې مراسمو کې د ارغندي ۵۰۰ کيلو ولټه سب سټېشن جوړولو قرارداد د افغانستان برېښنا شرکت اجرايوي رئيس امان الله غالب او د هندي او افغاني ګډې کمپنۍ Techno-RGM JV مسوول لاسليک کړ.
د دې سب سټېشن پر جوړولو ۳۲ اعشاريه ۲ ميليون ډالر لګښت راځي، چې د اسيايي پراختيايي بانک له لوري ورکول کېږي.