ads

وسله والو طالبانو د کندهار د برېښنا شرکت ۸ تنه کارکوونکي برمته کړي

د کندهار د برېښنا شرکت مسوولين وایي، دغه کسان څو ورځې مخکې د کندهار-کجکي ترمنځ د شکېدلي لين د ترميم لپاره هلته تللي وو، چې وسله والو طالبانو نيولي او تر اوسه د هغوی په ولکه کې دي.

نویسنده: sarwan
15 زمری 1396
وسله والو طالبانو د کندهار د برېښنا شرکت ۸ تنه کارکوونکي برمته کړي

د کندهار د برېښنا شرکت مسوولين وایي، دغه کسان څو ورځې مخکې د کندهار-کجکي ترمنځ د شکېدلي لين د ترميم لپاره هلته تللي وو، چې وسله والو طالبانو نيولي او تر اوسه د هغوی په ولکه کې دي.
تېره اونۍ د هلمند پر يو شمېر ولسوالیو د وسله والو د بريدونو له امله له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا راغلی لېن پرې شو، چې وروسته یې د رغونې لپاره د کندهار او هلمند د برقيانو يوه اته کسيزه ډله سيمې ته تللې وه، چې وسله والو طالبانو نيولي او ځان سره يې وړي دي .
د کندهار د برېښنا شرکت ريیس سيد رسول باقي وایي، چې وسله والو له دې امله برقيان بنديان کړي، چي د هلمند د ملي امنیت رياست د دوی له همږغۍ پرته هغو سیمو د برېښنا د پارچاوۍ امر ورکړی وو، چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.
د باقي په خبره، د برقيانو د ازادولو لپاره دوی له طالبانو سره خبرې کړي، خو هغوی تر اوسه يوازې د شکېدلي لين د ترميم اجازه ورکړې او ویلي يې دي، چې برقيان به تر هغو له دوی سره وي، چې د برېښنا د پرچاوۍ موضوع څېړل کېږي.
هڅه مو وکړه، په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم واخلو خو بريالي نه شوو.
د یادونې وړ ده، چې له کجکي څخه کندهار او هلمند ته غځېدلی لین، چې د جنګ جګړو له امله شکېدلي و، نن غرمه ترمیم شو او دواړو ولایتونو ته برېښنا جریان پیدا کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA