امنيتي چارواکي وايي، کورنيو ځانګړوځواکونو د غني خيلو ولسوالۍاړوند دګولايي په سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې د يادو عملياتو پر مهال ديو قوماندان عبدالرحمن مشهور په حمزه په ګډون پنځه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې د يادو عملياتو پر مهال څلورميله کلاشنکوف، يو ميل پيکا، درې عدد لاسي بمونه يي کشف او ترلاسه کړي دي.
نوموړي زياته کړي، چې د يادو عملياتو پر مهال تر شک لاندې اته کسان هم نيول شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ