ads

پر حزب اسلامي د بنديزونو د لرې کولو غوښتنليک ټاكل شوې نن ملګرو ملتونو ته ولېږل شي

ټاكل شوې افغان حكومت نن پر حزب اسلامي د بنديزونو لرې كولو په هدف خپل غوښتنليك د ملګرو ملتونو سازمان ته ولېږي.

نویسنده: The Killid Group
22 لیندۍ 1395
پر حزب اسلامي د بنديزونو د لرې کولو غوښتنليک ټاكل شوې نن ملګرو ملتونو ته ولېږل شي

ټاكل شوې افغان حكومت نن پر حزب اسلامي د بنديزونو لرې كولو په هدف خپل غوښتنليك د ملګرو ملتونو سازمان ته ولېږي.
د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون د تطبيق د اجرايوي کمېسيون مشر اكرم خپلواك رسنيو ته ويلي، چې افغان حكومت نن رسماً پر حزب اسلامي د بنديزونو لرې كولو په هدف خپله غوښتنه د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې كوي.
نوموړى ټينګار كوي، چې د سولې تړون ځينې مادې ډېر وخت غواړي، خو په خبره يې، د ټولو موادو پر تطبيق يې كار دوام لري.
په همدې حال كې د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، له افغان حكومت سره د سولې تړون د موادو د تطبيق لړۍ څخه خوښ نه دى.
د دغه حزب د مركچي پلاوي د غړي عتيق الله صافي په وينا، د سولې تړون د تطبيق لړۍ ورو پر مخ ځي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ دغه تړون شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په كابل كې لاسليك شو.
پر حزب اسلامي د بنديزونو لرې كول، له زندانونو د دې حزب د بنديانو خوشې كول، د حزب اسلامي د رهبرۍ لپاره د اوسېدو ځاى ټاكل او له پاكستانه د دغه حزب د اړوندو راستنېدونكو كډوالو لپاره د امكاناتو برابرول د دواړو لوريو ترمنځ د سولې تړون له لومړيتوبونو څخه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA