د ختيځ زون د درېيو ولايتونو د پنځوس تنو معلولينو په ګډون د کرکټ دوه ورځنى تمريني کمپ د ننګرهار په کوربه توب پيل شو.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د افغانستان د معلولينو کرکټ ملي لوبډلې د مدير جليل انوري له قوله راغلي، دغه تمريني کمپ د افغان ځوانانو د کرکټ بهبود ادارې لخوا د ننګرهار د معلولينو رياست په ورزشي ډګر کې د يکشنبې په ورځ پيل شو، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
انوري زياته کړه، د داسې تمريني پروګرامونو په وسيله معلولين کولای شي د کرکټ په برخه کې ډېر څه زده کړي .
بلخوا د دغه تمريني کمپ روزونکي عبدالمان مسعود وويل، ياد پروګرام يې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم پلى کړی، چې په ترڅ كې يې ګڼ شمېر معلولين د نورو کارونو ترڅنګ د کرکټ په برخه کې روزل شوي او ښې لاسته راوړنې هم لري .
نوموړي زياته کړه، دغو لوبغاړو ته به د توپ وهنې، توپ اچونې او توپ نيونې په برخو کې د ملي لوبغاړي ضمير لخوا روزنه ورکړل شي، چې هدف يې معلولين ورزش ته هڅول او د کرکټ له نويو قوانينو څخه د لوبغاړو خبرول دي.