د عامې روغتيا چارواکي وايي، په ننګرهار ولايت کې به ډېر ژر له سيمه ييزو رسنيو سره هوكړه ليكونه لاسليک کړي، چې له مخې به يې ولسونو ته د روغتيا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوى زيات شي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دې ولايت د عامې روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال د عامې روغتيا ادارې په اونيزه غونډه کې وويل، هڅه به وکړي، چې د يو شمېر مرستندويه او نورو ادارو په همکارۍ له سيمه ييزو رسنيو سره لنډ مهالي او اوږد مهالي هوکړه ليکونه لاسليک کړي.
هغه زياته کړه، د دغو هوکړه ليکونو پر بنسټ به د سيمه ييزو رسنيو له لارې ولسونو ته د روغتيا ساتنې په برخه کې لا زيات پوهاوى ورکړل شي او هم به په ګڼ شمېر برخو کې له روغتيايي ادارو او کارکوونکو سره مرسته وکړي .