ads

غزني کې ۲۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ په اړوندو کې د ملي اردو سرتېرو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته کې د ملي اردو درېيو سرتېرو او ۲۰ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

نویسنده: The Killid Group
22 لیندۍ 1395
غزني کې ۲۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ په اړوندو کې د ملي اردو سرتېرو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته کې د ملي اردو درېيو سرتېرو او ۲۰ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
په غزني کې مېشت د ملي اردو د درېيمې لېوا له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ګڼ شمېر وسله والو تېره شپه شاوخوا يوه بجه د مقر ولسوالۍ اړوند په رېګرشن او محمد عمر سيمو کې د ملي اردو ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي وو.
سرچينه زياتوي، چې وسله وال د ملي اردو سرتېرو له کلک مقاومت سره مخ شوي، چې په پايله کې يې د دولت ۸ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې په ياده نښته کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
خبر پاڼه زياتوي، چې وسله وال تر يو ساعته نښتې وروسته له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA