افغان حكومت نن پر حزب اسلامي د بنديزونو لرې كولو په هدف خپل غوښتنليك د ملګرو ملتونو سازمان ته ولېږه.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې د افغانستان دولت، د بهرنيو چارو وزارت له لارې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د بنديزونو کمېټې ته، د حزب اسلامي پر رهبرۍ د بنديزونو لرې کولو لپاره رسمي غوښتليک واستوه.
تر دې مخكې د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون د تطبيق د اجرايوي کمېسيون مشر اكرم خپلواك رسنيو ته ويلي و، چې افغان حكومت نن رسماً پر حزب اسلامي د بنديزونو لرې كولو په هدف خپله غوښتنه د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې كوي.
نوموړى ټينګار كوي، چې د سولې تړون ځينې مادې ډېر وخت غواړي، خو په خبره يې، د ټولو موادو پر تطبيق يې كار دوام لري.
د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ ياد تړون شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په كابل كې لاسليك شو.
پر حزب اسلامي د بنديزونو لرې كول، له زندانونو د دې حزب د بنديانو خوشې كول، د حزب اسلامي د رهبرۍ لپاره د اوسېدو ځاى ټاكل او له پاكستانه د دغه حزب د اړوندو راستنېدونكو كډوالو لپاره د امكاناتو برابرول د دواړو لوريو ترمنځ د سولې تړون له لومړيتوبونو څخه دي.