په اروزګان ولايت كې تېره ورځ څه باندې ۲۰۰۰ بې ځايه شويو كورنيو ته د UNHCR او يونيسف ادارو له لوري د برابرې شوې خوراكي او غير خوراكي توكو د مرستې لړۍ پيل شوه.
د اروزګان مرستيال والي عبدالواحد پټان رسنيو ته وويل، ولايتي اداره په دې هڅه کې ده، چې بې ځايه شويو کورنيو لپاره مرستې راجلب کړي.
نوموړي زياته كړه، په دغه ولايت كې خلك ډېر ځپل شوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
پټان له مرستندويه موسسو غوښتنه وکړه، چې خپلې مرستې جاري وساتي.
د مرستې ترلاسه كوونكي خوښ دي، خو وايي، دغه مرستې يې يوازې لومړنۍ اړتياوې پوره کولاى شي او دولت بايد د دوى سيمې له وسله والو طالبانو تصفيه کړي، ترڅو دوى خپلو کورونو ته ستانه شي.
د اروزګان ولايت د كډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې، د وروستيو جګړو له کبله تر ۱۲ زرو زياتې کورنۍ له خپلو سيمو نورو سيمو ته کډه شوې دي، چې له جملې څخه يې شاوخوا ۵ زره کورنيو سره مرستې شوې دي.