ads

ماشومان خپلو حقونو ته لاسرسی نه لري

د لس کلن نبيل د مخ پوستكی د غرمو سره لمر تور اړولی و، خولې پرې راماتې وې او د سړک پر څنډه یې د ښوونځي ماشومانو ته ځير ځير کتل، چې د کار څښتن پرې غږ وکړ، وترهېد او په بېړه يې ورمنډه کړه.

نویسنده: The Killid Group
2 لړم 1395
ماشومان خپلو حقونو ته لاسرسی نه لري

د لس کلن نبيل د مخ پوستكی د غرمو سره لمر تور اړولی و، خولې پرې راماتې وې او د سړک پر څنډه یې د ښوونځي ماشومانو ته ځير ځير کتل، چې د کار څښتن پرې غږ وکړ، وترهېد او په بېړه يې ورمنډه کړه.
نبيل د كابل ښار د قوای مركز په سيمه كې د موټر جوړولو په يوه وركشاپ کې د شاګرد په توګه كار كوي، پلار يې معلول دی او خويندې او وروڼه يې تر ده كوچني دي.
افغانستان يو له هغو هېوادونو دی، چې ډېر شمېر ماشومان یې په شاقه كارونو بوخت دي او په همدې ماشومتوب كې د خپلې كورنۍ خرڅ ور تر غاړې دی.
د شمېرو پر بنسټ اوس مهال نږدې دوه مليونه ماشومان په ټول هېواد كې په شاقه كارونو بوخت دي او له ۳.۵ مليونو څخه زيات یې د زده کړې له حق بېبرخې دي. دغه راز په سلو كې۲۰ روغتيايي اساسي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، نږدې يو مليون له اعتياد رنځ وړي او ۴۶ په سلو كې نجونې له ۱۸ كلنۍ څخه په كم عمر کې ودېږي.

له زده کړو پاتې کېدل
د یوې لویې برخې افغان ماشومانو نه زدهکړه جدي ستونزه بلل کېږي.
د پوهنې وزارت د خپرونو رييس كبير حقمل وايي، نا امني، شاقه كارونه او بې وزلي هغه علتونه دي، چې له کبله یې ماشومان له زدهکړو بې برخې دي.
نوموړی زیاتوي، ښوونځي ته د شاملېدو په عمر شاوخوا درې نيم مليونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.
حقمل وویل، د ښوونځيو كموالی، د كور او ښوونځي تر منځ زيات واټن، د ښځينه ښوونكو نشت او له وخت مخکې ودونه نورې هغه ستونزې دي، چې ماشومان یې له زدهکړو لرې ساتلي دي.
حقمل زیاتوي، د تېرو كلونو په پرتله ښوونځيو ته د لاسرسي په لار كې شته ستونزې تر یوې کچې کمې شوې، خو بیا هم د ناامنیو له کبله شاوخوا ۷۰۰ ښوونځي تړلي دي.
نوموړی د نا امنيو له پراخېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، په هره سيمه كې چې جګړه وي د ټولنيزو خدمتونو په وړاندې كولو كې خنډ او ځنډ رامنځته كېږي او ماشومان نه شي كولای لومړنيو او اساسي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
له بل لوري د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو صندوق (یونیسف) زدهكړو ته لاسرسی د ماشومانو له اساسي حقونو بولي او هوډ لري، چې د افغان حكومت سره په همغږۍ د دوی له پاره د زدهکړې فرصتونه برابر كړي.

روغتيايي اسانتیاوو ته نه لاسرسی
روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی هم په هېواد کې د ماشومانو اساسي ستونزه ده.
د عامې روغتيا وزارت د كتلوي معافيت عمومي مسوول سردار محمد پروېز که له یوه لوري د روغتيا په برخه كې د تېرو كلونو لاسته راوړنې ستايي، خو ټینګار لري، چې اوس هم د امنيتي ستونزو او جغرافيايي موقعيت له کبله ۲۰ په سلو کې ماشومان اساسي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او ۱۰ په سلو کې هم له خوارځواکۍ سره مخ دي.
نوموړی زياتوي، په داسې حال کې چې هر كال باید له يو كال څخه كم عمره ۱.۲ مليونه ماشومان واکسين شي، خو له دې منځه یوازې یو ملیون یې د عامې روغتیا وزارت له لوري ۸ دورې واکسين ترلاسه کوي او پاتې نور د جګړو او نا امنيو له کبله له واکسين محرومېږي.

په نشه یي توکو روږدي کېدل
په افغانستان کې د ماشومانو د ناوړه وضعیت له کبله یو شمېر ماشومان په اعتیاد هم اخته شوي دي.
د امريكا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د قانون د تنفيذ ادارې او له نشهيي توكو سره د مبارزې وزارت او د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونو د ګډې سروې له مخې چې په ۲۰۱۵ ميلادي كال كې ترسره شوې، په هېواد كې ۳.۶ مليونه تنه په نشه يي توكو روږدي دي، چې دا شمېره په ۲۰۱۲ ميلادي كال كې ۱.۶ مليونه او په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې ۹۶۰ زره تنه ثبت شوي وو.
له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت وياند محمد حنيف دانشيار وايي، د ۳.۶ مليونه روږدو كسانو له ډلې څخه يو مليون يې ماشومان دي، په داسې حال كې چې د ۲۰۱۲ كال د سروې پر بنسټ د روږدو ماشومانو شمېر ۲۵۰ زره تنه وو.
له بل لوري د كابل ښار د پل سوخته سيمې دوكانداران هم تر دې پله لاندې د روږدو كسانو په ډله كې د ماشومانو شتون تاييدوي او وايي، له دوو كالو راهيسي ماشومان هم له نورو معتادينو سره نشهيي توكي كاروي.
د سړك په سر د كارګرو ماشومانو له پاره د اشيانه بنسټ رييس انجنير محمد يوسف، د روږدو ماشومانو د شمېر په زياتېدو اندېښنه ښيي.
نوموړی وايي، ماشومان د قانوني سن له بشپړېدو د مخه په نشهيي توکو روږدي کېږي او د خپلې كورنۍ او ټولنې له پاره په سرخوږۍ بدلېږي.

بې ګټې ملاتړي بنسټونه
په هېواد کې د ماشومانو ستونزو ته په پام؛ د دوی له حقونو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه او ادارې رامنځته شوې دي، خو د چارو یو شمېر پوهان وايي، د دوی پروژې لنډ مهالې دي او د ماشومانو اساسي ستونزې نه شي حلولای.
د بشري حقونو په خپلواك كميسيون كې د ماشومانو د ملاتړ د برخې مسوول نجيب الله ببركزی وايي، په افغانستان كې له سلو څخه زيات غير دولتي بنسټونه د كار او ټولنيزو چارو وزارت تر څنګ د ماشومانو له پاره كار كوي، خو د ډېرو كارونه پروژهيي او لنډ مهاله دي.
نوموړی ټینګار لري، چې د ماشومانو د ستونزو د حل له پاره بنسټيزو كارونو ته اړتيا ده، ځكه لا هم په هېواد كې ماشومان له ګڼو ستونزو او تاوتريخوالو سره مخ دي: ((موږ د مرستندوی بنسټ پر ځای قوانينو او د هغه پلي كولو ته اړتيا لرو، چې دولت يې بايد پلي كړي)).
ببركزی له حكومته غواړي، چې د ماشومانو د حقونو له پاره د قوانينو د تدوين په برخه كې كار وكړي او د ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي او د خښتو په بټيو او د سكرو په کانونو كې د هغوی د كار كولو مخه ونيسي.

شاقه كارونه
په ډېری وروسته پاتې هېوادونو کې له ماشومانو د شاقه کارونو له پاره کار اخستل کېږي او افغانستان کې هم دغه ستونزه پر ځای ده.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال عبدالفتاح عشرت احمدزی وايي، څو كاله دمخه یې ۶مليونه له خطر سره مخ ماشومان لرل چې له هغې ډلې ۳ مليونه یې تر پوښښ لاندې نيول شوي او درې مليونه نور لا هم له خطر سره مخ دي، چې له هغې ډلې څخه ۱.۹مليونه يې كارګر ماشومان دي.
نوموړی زیاتوي، شمېرې ښيي چې په تېرو كلونو كې د ماشومانو د وضعيت د ښه والي له پاره كار شوی، خو له دې سره سره هم چارواكي نه دي توانېدلي، د ماشومانو حقونه خوندي کړي، د بوديجې نشت یې یو سبب دی او بله ستونزه هم د ماشومانو له حقونو د خلکو ناخبري ده.
احمدزی زیاتوي، له خطر سره مخ ماشومانو له ډلې هغوی چې ددوی له پاره د اندېښنې وړ دي، د سړك په سر كارګر ماشومان دي، چې له ۶ څخه تر ۱۵ كلونو عمر لري.
نوموړی زیاتوي، اوس مهال ۹.۱ مليونه كارګر ماشومان په هېواد كې شته، چې له دې ډلې څخه ۱.۲ مليونه يې په شاقه كارونو بوخت دي: ((دا شمېره په تېرو كلونو كې لوړه وه، خو موږ په دې وتوانېدو چې شمېرې راكمې كړو)).
نوموړی زياتوي، ډېری ماشومان په جبري ډول شاقه كارونو ته اړ كېږي، خو دوی د دې ستونزې د حل له پاره ځينې ګامونه اخستي: ((عامه پوهاوی، د هغوی د كورنيو له پاره د كار پیدا کول او د نغدو پیسو ورکړه اغېزناک تمام شوي)).
احمدزی زياتوي، د سړک پر سر د کارګرو ماشومانو د ستونزې د حل په موخه یې یوه طرحه جوړه کړې ده: ((دا طرحه مو د بوديجې د نشت له کبله ځنډولې وه، خو د هغه وړاندېز له مخې چې جمهور رييس ته مو سپارلی و، هغوی هدایت ورکړی، چې په نوي مالي کال کې باید د ماشومانو له پاره ځانګړې بوديجه ولرو؛ نو پر دې بنسټ هیله شته، چې راتلونکی کال د پام وړ لاسته راوړنې ولرو)).

په جګړه کې ښکېلتیا
د ماشومانو د ناوړه وضعيت د بېلا بېلو ډولونو په منځ کې یو هم په جګړه کې د ماشومانو ښکېلتیا ده.
په دې اړه څو ځلې ملي او نړیوالو بنسټونو خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د كورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، په كونړ، ننګرهار او كندوز ولايتونو كې د دولت وسله وال مخالفين ماشومان د سرتېرو په توګه په دندو ګماري او په دې پلمه چې هغوی ته په مدرسه كې زده كړې وركوي، دوی د جګړو لیکو ته بیايي.
نوموړی زياتوي، په روان كال كې یې زيات شمېر هغه كسان چې له ماشومانو یې په جګړو كې كار اخيسته؛ نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش د جوماتونو له ملا امامانو، قومي مشرانو او د ښوونځيو له مديرانو او ښوونكو غواړي، چې د پوهاوي داسې پروګرامونه دې پيل کړي، ترڅو له ماشومانو څخه په جګړو كې کار وانه خستل شي.
له بل لوري د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (يونيسف) هم د طالبانو په ډله كې د سرتېرو ماشومانو له موجوديت اندېښنه لري او وايي دا عمل په هېڅ صورت د هغوی له پاره د منلو نه دی.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۰۱۴ كال د راپور پر بنسټ د ۲۰۱۰ كال د سپټمبر له لومړۍ نېټې د۲۰۱۴ كال د ډسمبر تر ۳۱ مې؛ ۵۵۴ هلکان او ۴ تنه نجونې په پوځي چارو کې کارول شوې، چې ۷۵ سلنه دغه چاره د حکومت د وسله والو مخالفینو له لوري سرته رسېدلې او ۴۰۱ ماشومان یې کارولي دي.
يونیسف په جګړه كې له ښكېلو خواوو غواړي، چې د ماشومانو د حقونو اړوند كنوانسيون او د هغو پروتوكولونو درناوی ولري، چې په پوځي چارو کې د ماشومانو د استفادې د مخنيوي په تړاو رامنځته شوي دي.
له بل لوري د بشري حقونو په خپلواك كميسيون كې د ماشومانو د برخې مسوول نجيب الله ببركزی هم په جنګي سيمو کې د ماشومانو حقونو د نه خونديتوب له کبله اندېښنه لري.
نوموړی وايي، د ملګرو ملتونو د ۱۶۱۲ شمېره پړېكړهليك له مخې په جګړه كې ښكېلې ډلې بايد په هغو سيمو كې چې ملكي وګړي ژوند كوي، د ماشومانو او پاخه عمر خاوندانو حقونه رعايت كړي. د هغو بشري مرستو مخه ونه نيسي، چې له هغې سيمې تېرېږي؛ د واكسين د ډلو مخنيوی ونه كړي او عام خلك يرغمل ونه نيسي.
نوموړی زیاتوي، د هېواد ماشومان د جګړو په وخت له دې حقونو څخه بې برخې دي، هغوی يرغمل نيول كېږي او مور او پلار ېې وژل كېږي، چې دا د ماشومانو پر روان او ژوند ناوړه اغېزه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA