ads

د روغتيا په برخه كې نيمګړې لاسته راوړنې

كه څه هم د عامې روغتيا وزارت چارواكي تل پر خپلې دې ادعا ټينګار كوي چې روغتيايي خدمتونو ته د هېوادوالو د لاسرسي ستونزې يې تر ډېره هوارې كړې دي او په دې لار كې يې اسانتياوې راوستي، خو روغتيايي اسانتياوې يــوازې د روغــتــونـونــو جــوړول او د ډاكــټرانــو اوروغتيايي كاركوونكو د شمېر زياتول نه دي، بلكې تر ټولو مهم ټكى د روغتيايي خدمتونو كيفيت ته پاملرنه ده

نویسنده: The Killid Group
8 وږی 1395
د روغتيا په برخه كې نيمګړې لاسته راوړنې

كه څه هم د عامې روغتيا وزارت چارواكي تل پر خپلې دې ادعا ټينګار كوي چې روغتيايي خدمتونو ته د هېوادوالو د لاسرسي ستونزې يې تر ډېره هوارې كړې دي او په دې لار كې يې اسانتياوې راوستي، خو روغتيايي اسانتياوې يــوازې د روغــتــونـونــو جــوړول او د ډاكــټرانــو اوروغتيايي كاركوونكو د شمېر زياتول نه دي، بلكې تر ټولو مهم ټكى د روغتيايي خدمتونو كيفيت ته پاملرنه ده.
په دې څېړنيز رپوټ كې مو په كابل ښار كې د ولادي روغتونونو وضعيت ارزولى او زياتې ستونزې مو په ګوته كړې دي.
د ملالۍ زېږنتون په انګړ كې زيات شمېر نارينه، ښځې او ان ماشومان د دېوالونو سيوري ته د خپل ناروغ د احوال پوهېدو په خاطر ناست دي او يو شمېر نورو خو بيا دوه درې شپې همدلته تر شنه اسمان لاندې په ناسته تېرې كړې دي.
كله چې مې له يوې ځوانې ښځې څخه چې ۵ كلنه لور يې هم ترڅنګ ناسته وه، وپوښتل چې ولې د روغتون هغې خونې ته چې د پايوازانو د اوسېدو لپاره جوړ شوى، نه ځي؟ ويې ويل: “له مجبورۍ نه دلته ناسته يم، ځكه په پايواز خانې كې ډېر بد بوى دى او هر ډول حشرې پكې شته.”
كله چې پايواز خونې ته ننوتم، نو د هغې په خبرې مې يقين وشو، يوازې دوه درې تنه پايوازانې چې ناروغانې يې عمليات شوې وې، د هغه پلاستيكي فرش پر سر ويدې وې چې ښايي په ورځو او ان او ونيو كې به هم نه و جارو شوى. د پايواز خونې پر چت او دېوالونو بېلابېلې حشرې ګرځېدلې چې د همدې حشرو له وېرې نورو پايوازانو د روغتون په انګړ كې شپې سبا كولې.
نازبو چې د كابل ښار له پلچرخي سيمې څخه يې خپله نږور د زېږون په خاطر راوستې ده، وايي: “دوه شپې كېږي چې نږور مې عمليات شوه او ډاكټران وايي چې درې نورې شپې به هم همدله پاتې شي، خو زه ډېره په تنګ شوې يم، ځكه دلته مې له بد بوى او غوماشو څخه حال خراب شوى دى.”

د درملو وركړه، يوازې ادعا
كه څه هم د هېواد د اساسي قانون د ۵۲ مې مادې له مخې حكومت مكلف دى چې روغتيايي خدمتونه په وړيا توګه خلكو ته برابر كړي، خو د عامې روغتيا وزارت رپوټونه ښيي چې له روغتيايي لګښتونو څخه چې په هېواد كې سر ته رسېږي، ۷۳ فيصده يې پخپله خلك وركوي.
ملالۍ زېږنتون ته راوړل شوې ناروغانې او ورسره پايوازانې يې وايي چې د ناروغ له راوستو سره سم ورته د ډاكټرانو له خوا نسخې ليكل كېږي چې درمل يې له بازاره راوړي.
مرضيه چې د كابل ښار اوسېدونكې ده، خپله خور يې دې روغتون ته راوستې ده.
د هغې په وينا، له دوو ورځو راهيسې يې تــراوســه ۶ نسخــې درمــل ســره لــــه ۱۰ جـــوړو دستكشو له بازار څخه اخيستي دي.
د يوې بلې ناروغې مور هم وايي چې لور يې عمليات شوه او د عمليات لپاره يې په ۱۴ سوه افغانيو دوه نسخې درمل، دستكشې، تار او پلستر اخيستي دي.
نوموړې زياتوي، له عمليات وروسته هم ډاكټرې يوه نسخه درمل، دستكشې او پلستر ورته وليكل، خو د دې لور ته يې نه وو وركړي او پخپله ډاكټرې ترې اخيستي وو.
هغه دا هم وايي: “روغتون ته نږدې درملتون والا راته وويل چې زياتره درمل چې پايوازان يې د ډاكټرانو د نسخو له مخې اخلي، بېرته د ځينو ډاكټرانو له خوا درملتون ته وړل كېږي او پيسې يې هغوى اخلي، نو ځكه ډاكټران موږ ته يو ځانګړى درملتون را په ګوته كوي چې درمل ترې واخلو.”
له بلې خوا ناروغانې د ځينو معايناتو لكه د وينې او ټلويزيوني معاينې په خاطر هم له روغتون څخه بهر استول كېږي، په داسې حال كې چې د دې معايناتو امكانات په روغتون كې موجود دي.
په ورته مهال ملالۍ زېږنتون ته د نږدې درملتون كاركوونكي وايي، پوره دوه مياشتې كېږي چې روغتون كې له سيروم او الكولو پرته نور هېڅ درمل نشته او ان د يوې پيچكارۍ د رانيولو لپاره هم د ناروغ نسخه دوى ته رالېږل كېږي.
د دوى په وينا، داسې نسخې هم ناروغ ته ليكل كېږي چې پكې دوه ډوله درمل چې يو قسم اغېزه لري، ليكل شوي وي.
خو د ياد روغتون سرپرسته ډاكټر حفيظه عمرخېل ادعا كوي چې د ناروغانو د اړتيا وړ نږدې سل فيصده درمل د روغتون له خوا هغوى ته وركول كېږي، يوازې د انستيزۍ يا بې هوښۍ درملو په برخه كې له كمبودۍ سره مخ دي.
نوموړې د ناروغانو دا ادعا چې د ډاكټرانو له خوا ورته په وار وار نسخې وركول كېږي او دوى له بازاره درمل اخلي ردوي او وايي: “كه چېرې داسې وي، نو ما د اړيكې درې شمېرې د روغتون د دروازې ترڅنګ ليكلي او د ستونزې د موجوديت په صورت كې دې ما خبره كړي.”
د هغې په خبره، د وينې له يو يا دوه ډوله معايناتو پرته د ناروغانو ټول د اړتيا وړ معاينات په روغتون كې ترسره كېږي.

د بودجې كموالى
بل لور ته بيا د كابل د روغتونونو مشر محمد سليم رسولي د ناروغانو له خوا له بازار څخه د درملو اخيستل نه ردوي او وايي، په روغتونونو كې داسې يو سيسټم روان دى چې پخپله د روغتونونو چارواكي د هغې بودجې پر بنسټ چې د عامې روغتيا وزارت څخه يې ترلاسه كوي، درمل اخلي او يا خپل قراردادونه داوطلبۍ ته سپاري، خو د هغه په وينا، د اوس لپاره لويه ستونزه دا ده، كومې پيسې چې د روغتونونو درملو ته اختصاص شوې وي، د هغوى اړتياوې نشي پوره كولى، ځكه نو يو شمېر ناروغانو ته په بازار كې د درملو اخيستلو لپاره نسخې وركول كېږي.
په ملالۍ زېږنتون كې يوازې دا ستونزه نه ده، زيات شمېر ناروغانې او د هغوى پايوازانې د روغتون د صفاكارو او ډاكټرانو له خوا له هغوى څخه د پيسو له اخيستو نه هم په تنګ شوي او وايي، د روغتون صفاكارې د شيريني په نوم له هغوى څخه پيسې غواړي او ځينې ډاكټران او نرسانې بيا په ساعتونو هم ميندو ته د هغوى نوى زېږېدلى ماشوم د شيدو خوړلو لپاره نه راوړي. يوې ناروغې داسې وويل: “د غرمې په يوه بجه زما لور وزېږېده، خو د مازيګر تر ۵ بجو هم نرسانو ماشوم ما ته د شيدو وركولو په خاطر رانه وړ، كله چې يوې نرسې ماشوم راوړ، نو راته يې وويل اول شيريني راكړه بيا ماشوم درته دركوم، په سل دوه سوو هم قناعت نه كوي، بايد ۵۰۰ افغانۍ وركړې.”
دا په داسې حال كې ده چې د ملالۍ زېږنتون سرپرسته حفيظه عمرخېل له زېږون وروسته لومړى نيم ساعت ماشوم ته د شيدو وركولو لپاره طلايي شېبې ګڼي او وايي، په دې موده كې بايد ماشوم مور ته د شيدو خوړلو په خاطر يوړل شي: “پرته له هغو ميندو چې د زېږون په خاطر عمليات شوې وي، ځكه د بې هوښۍ د دوا تر اغېزې لاندې وي او يا هم هغه ميندې چې د زړه ناروغي لري، نورو ټولو ته بايد خپل ماشوم په وخت د شيدو وركولو لپاره يوړل شي.” بل لور ته بيا د ملالۍ زېږنتون یوه صفاكاره شريفه چې ۱۲ كاله كېږي په دې روغتون كې كار كوي وايي، دوى له هېچا پيسې نه غواړي او په خبره يې، د ناروغانو پايوازانې پخپله ورته پيسې وركوي.
ملالۍ زېږنتون يو ۲۰۰ بستريز روغتون دى چې په هرو ۲۴ ساعتونو كې ورته ۱۳۰ تنه ناروغانې مراجعه كوي، په همدې موده كې ۸۰ يا ۹۰ زېږونونه او دوه درې عملياتونه ترسره او ۲۵ بېړنيو پېښو ته رسيدګي كېږي.

غير معياري روغتون
يوازې د ملالۍ زېږنتون نه دى چې ستونزې پكې له شماره وتلې دي، د خيرخانې مېنې په ۱۰۲ بستريز روغتون كې د نسايي او ولادي برخه تر دې لا زياتې ستونزې لري.
دې روغتون ته د كابل ښار له ټولو شمالي ولسواليو او له كاپيسا او پروان ولايتونو څخه ناروغانې مراجعه كوي، خو سره له دې هم امكانات يې ډېر لږ دي.
د ياد روغتون نسايي او ولادي برخه ۱۰۲ بستره لري، خو ډېرى وختونه چې دې روغتون ته زيات شمېر ناروغانې مراجعه كوي، نو ډاكټران مجبوره وي چې د هر بستر لپاره دوه يا درې ناروغانې معرفي كړي.
د خيرخانې مېنې په ۱۰۲ بستريز روغتون كې د نسايي او ولادي برخې ډاكټره ګل نامه وايي، دې روغتون ته هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ ولادي ناروغانې مراجعه كوي، له دې شمېر څخه ۴۰ يا ۵۰ ناروغانې بستر كېږي، ۷ تنه يې عمليات او پاتې نورې په طبيعي ډول زېږون كوي.
نوموړې زياتوي، ياد روغتون ته د زيات شمېر ناروغانو د مراجعې له كبله ځينې وختونه قابله ګانې ټولو ناروغانو ته رسيدګي نشي كولاى، نو په داسې حالاتو كې له هغو ناروغانو سره چې حالت يې ډېر خراب وي، د يوې پايوازې د اوسېدو اجازه وركوي.
د خيرخانې مېنې د ۱۰۲ بستريز روغتون سرپرست ډاكټر عبدالرحمن اكبري وايي، دا روغتون د روغتونونو د اصلاح پروژې په چوكاټ كې فعاليت كوي چې د روغتون ټولې اړتياوې لكه د ناروغانو درمل، طبي تجهيزات، خواړه او نور د روغتون د ادارې له خوا سنجول كېږي او د پروژې له خوا يې بودجه منظورېږي.
ډاكټر اكبري ادعا كوي چې د دې روغتون د ناروغانو د اړتيا وړ ۹۹ فيصده درمل د روغتون له خوا وركول كېږي، يوازې په استثنايي توګه ښايي كوم درمل په روغتون كې موجود نه وي، نو د ناروغ پايواز يې بايد له بازاره راوړي.
د هغه په وينا، له دوه درېيو پېچلو معايناتو پرته د ناروغانو نور ټول معاينات په روغتون كې ترسره كېږي.
له پروان ولايت څخه دې روغتون ته راغلې ناروغه پري ګل وايي: “له شمالي څخه راغلې يم او پرون عمليات شوم، هلته يو روغتيايي كلينيك شته، خو لږ امكانات لري، ډاكټرانو راته ويل چې ستا زېږون په طبيعي ډول نه كېږي، نو ځكه بايد كابل ته ولاړه شې.”
د نوموړې په خبره، په روغتون كې له بسترېدو سره سم يې ټول درمل چې درې څلور نسخې كېږي، تر پلستر او سيروم پورې له بازاره اخيستي دي.
نه يوازې پري ګل، بلكې له هغې سره په خونه كې ټولو بستر شويو ناروغانو درمل په بازار كې پېرلي دي.
خو يوازې د درملو نشتوالى په دې روغتون كې ستونزه نه ده، د روغتون غير معياري ودانۍ، د روغتون د تجهيزاتو لپاره د سټاك (گدام)او د اداري برخو لپاره د ځانګړو خونو نشتوالى د دې روغتون له لويو ستونزو څخه شمېرل كېږي.
د خيرخانې مېنې د ۱۰۲ بستريز روغتون د سرپرست ډاكټر عبدالرحمن اكبري په وينا، د دې روغتون يوه اندازه درمل يې د عامې روغتيا وزارت مركزي سټاك ته انتقال كړي او هره ورځ د اړتيا وړ درمل له هغه ځايه راوړي.
د ولادي روغتون لپاره د انسناتور يا د كلينيكي كثافاتو د سوځولو د معياري ماشين موجوديت ضروري دى، خو په دې روغتون كې يوازې له يو غير معياري داش څخه ګټه اخيستل كېږي.
له ۱۳۹۳ كال را په دې خوا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي چاپېريال څانګې دې روغتون ته يو انسناتور وركړى خو غير فعاله دى او د كاناليزاسيون سيسټم هم په دې روغتون كې ډېر زوړ دى او ستونزې لري.
د كابل د روغتونونو مشر محمد سليم رسولي د يادو ستونزو په منلو سره دا هم وايي چې دلته روغتونونه تر ډېره د كابل ښار پخواني نفوس ته په كتو سره جوړ شوي دي، حال دا چې د وګړو شمېر هره ورځ مخ په زياتېدو دى.
د هغه په خبره، دوى هڅه كوي چې روغتونونه معياري كړي او د همدې لپاره غواړي دوه درې روغتونونه خصوصي سكټور ته وسپاري.
يوه ځوانه ښځه مليحه چې له چاريكارو څخه د خيرخانې مېنې روغتون ته راغلې وايي: “د چاريكارو په دولتي روغتون كې ډېره بې مسووليتي ده او څوك د ناروغ پوښتنه نه كوي، په خصوصي روغتون كې پيسې ډېرې مصرفېږي او زما خاوند وزګار دى، وس مو نه رسېږي، ټوله هيله مو دولتي روغتون ته ده، خو دلته هم ناهيلي شوو.”
خو د هغو روغتونونو ترڅنګ چې ستونزې پكې بې شمېره دي، داسې روغتونونه هم شته چې تر ډېره يې د خپلو ناروغانو رضايت ترلاسه كړى او ستونزې پكې د ګوتو په شمار دي.
د استقلال روغتون د نسايي او ولادي برخې په ۱۳۸۴ كال كې كار پيل كړى چې اوس ۱۰۰ بستره لري چې د پاكوالي، روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو او له ناروغانو سره د ډاكټرانو او نرسانو د ښه چلند په خاطر د مراجعينو د قناعت وړ دى.
د ياد روغتون مشر ډاكټر صابر نصيب وايي، د اوس لپاره د استقلال روغتون يوازينى روغتون دى چې كولاى شي د كابل ښار د لوېديځو سيمو خلكو ته معياري خدمتونه وړاندې كړي.
هغه زياتوي، كه څه هم مراجعينو ته په كتو سره د دوى د روغتون امكانات كم دي، خو دوى په هېڅ صورت ولادي ناروغانو ته ځواب نه وركوي، ځكه د كابل ښار ګڼه ګوڼه او ټرافيكي ستونزې ورته دا اجازه نه وركوي چې يو ولادي ناروغ بل روغتون ته ولېږدوي. د نوموړي په وينا، په داسې حالاتو كې ناروغان د روغتون په نورو برخو كې بستروي.
د استقلال روغتون هم د درملو له پلوه يوه اندازه ستونزې لري او ناروغان ډېرى درمل په بازار كې اخلي.
د رابعه بلخي په روغتون كې هم ستونزې له شماره وتلې دي. د دې روغتون د بسترونو شمېر د ناروغانو د مراجعې په پرتله كم دى. ناروغانې خپل ۹۰ فيصده درمل له بازاره اخلي او ډېرى ناروغانې د ډاكټرانو او نرسانو له بد چلند څخه ګيلې لري او وايي، يو شمېر نرسانې او صفاكارې ورڅخه د شيريني په نوم پيسې اخلي. د ياد روغتون سرطبيبه محسنه صديقي وايي، دا روغتون چې يو مجهز روغتون دى، ورته د هېواد له مركز او زيات شمېر ولايتونو څخه ناروغانې مراجعه كوي او ۲۱۴ بستره لري. نو موړې زياتوي، په يوه مياشت كې دې روغتون ته ۷۲۴۸ ناروغانو مراجعه كړې چې ۳۷۲۹ تنه يې بستر شوي او ۱۶۵۰ زېږونونه او ۳۸۶ د سزارين عمليات په دې روغتون كې ترسره شوي دي.  د هغې په خبره، كه څه هم د دوى امكانات لږ دي، خو دوى په هېڅ صورت نشي كولاى خپل ناروغان بل روغتون ته ولېږدوي، نو د اړتيا په وخت كې دوه تنه ناروغانې په يوه بستر كې تداوي كوي.
زرمينه له پكتيا ولايت نه راغلې او روغتون ته د رسېدو په لار كې يې ډېرې ستونزې ګاللې دي: “په پكتيا كې دولتي روغتون شته، خو امكانات يې په نشت حساب دي، ډاكټران او نرسانې له ناروغانو سره بده رويه كوي او د درملو اخيستو لپاره يې بازار ته لېږي.”
په رابعه بلخي روغتون كې بستر شوې ناروغانې وايي، له مراجعې سره سم يې تر زېږون وروسته خپل ټول درمل له بازاره اخيستي او روغتون ورته يوازې د كم خونۍ ټابليټونه وركړي دي.
ګل مينه له كندهار ولايت نه دې روغتون ته راغلې، غبرګوني ماشومان يې زېږولي او عمليات شوې ده. هغه وايي: “خاوند مې مزدوركار دى او د لارې كرايه مې له خپل پلار څخه اخيستې، خو دلته راته ډاكټران نسخې ليكي چې درمل يې له بازاره راوړم.”
خو د رابعه بلخي روغتون سرطبيبه محسنه صديقي بيا د ناروغانو دا خبرې بې اساسه ګڼي او وايي: “كه څه هم روغتون ته د درملو برابرولو پروسه د قراردادونو د كولو په خاطر زيات وخت نيسي او ځينې وختونه درمل په وخت سره زموږ لاس ته نه رسېږي، خو يو شمېر موسسې د درملو په رسولو كې له موږ سره همكاري كوي.”
د نوموړې په وينا، د سيټي سكن او هيمو دياليز له معايناتو پرته نور هر ډول معاينات دننه په روغتون كې ترسره كېږي.
صديقي د ناروغانو د پايوازانو د دې غوښتنې په ځواب كې چې هغوى له خپلو ناروغانو سره پرېږدي وايي: “د روغتون پرسونل ناروغانو ته د رسيدګۍ لپاره بسنه كوي، يوازې د هغو ميندو پايوازانو ته چې دوه ګوني ماشومان يې زېږولي وي او يا كومه خاصه ستونزه ولري، د يوه ځانګړي كارت په وركولو سره اجازه وركوو.”
هغه له ناروغانو سره د ډاكټرانو له خوا د بد چلند او هغوى ته ښكنځل كول مني او زياتوي، پخوا دا ستونزه زياته وه، خو له ډاكټرانو سره يې په هره غونډه كې له هغوى غوښتي چې له ناروغانو سره دې ښه رويه ولري چې په وينا يې، اوس دا ستونزه تر زياته حده كمه شوې ده.  د رابعه بلخي روغتون سرطبيبه د دې روغتون د ځاى له تنګوالي، د بسترونو او پرسونل له كموالي څخه شكايت لري او وايي، دا ستونزې يې په وار وار د عامې روغتيا وزارت له چارواكو سره شريكې كړې دي، خو تراوسه حل شوې نه دي. يادې ستونزې مو د ولسي جرګې د روغتيا، كار، كارګر، بدني روزنې او ځوانانو د كمسيون غړې پروين نورستانۍ سره شريكې كړې. نوموړې هم په نسايي او ولادي روغتونونو كې د دې ستونزو موجوديت مني او وايي، كمسيونونه يوه نظارتي برخه لري چې د دې برخې پام د روغتونونو د نظارت په وخت دې ستونزو ته شوى او دوه درې ځلې يې د عامې روغتيا وزير د ولسي جرګې كمسيون ته غوښتى او هغه ورسره ژمنه كړې چې دې ستونزو ته به رسيدګي وكړي.

پايله
سره له دې چې په هېواد كې د روغتيا برخه ښې لاسته راوړنې لري، خو دا لاسته راوړنې د خلكو د اړتياوو د پوره كولو لپاره ځوابګويه نه دي او د هغوى اړتياوې نشي پوره كولاى.
روغتيايي خدمتونو ته د خلكو لاسرسى، د واكسينونو د پروګرامونو پلي كول او په هېواد كې د ميندو او ماشومانو د مړينې د كچې راټيټول د روغتيا د سكټور له لاسته راوړنو څخه دي، خو قانوني ستونزې، د بودجې كموالى، نا امني او ځينې نورې ستونزې د عامې روغتيا وزارت د فعاليتونو په لار كې له لويو خنډونو څخه بلل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA