ads

د كندوز والي: ولايتي شورا د سيمه ييز حكومت لپاره سرخوږى دى

عمرخېل له كليد سره په دې اړه خبرو كې وويل، د ولایتي شورا وکیلانو محلي حکومت ته لوی سرخوږی جوړ کړی نو د وکیلانو په بېرته نه راتګ خوشحاله د

نویسنده: The Killid Group
7 وږی 1395
د كندوز والي: ولايتي شورا د سيمه ييز حكومت لپاره سرخوږى دى

نږدې دوه اوونۍ وړاندې په کندوز کې جګړو سخت زور واخیست چې ان د اور لمن يې د ښار تر دوازو ورسېده.

د کندوز د ولایتي شورا وکیلانو امنیتي حالاتو ته په کتو سره له کندوزه پښې سپکې کړی او کابل ته یې پناه یوړه، خو د پام وړ ټكى دا دى چې د دې ولايت والي اسدالله عمرخیل كابل ته د ولایتي شورا د وکیلانو پر تګ خوشحاله دی او هیله لري چې وکیلان بېرته کندوز ته ور ستانه نه شي.

عمرخېل له كليد سره په دې اړه خبرو كې وويل، د ولایتي شورا وکیلانو محلي حکومت ته لوی سرخوږی جوړ کړی نو د وکیلانو په بېرته نه راتګ خوشحاله دی: (( خداى دې وكړي چې ټوله ولايتي شورا بېرته راونه ګرځي، د ولايتي شورا له رئيس پرته نور ټول زموږ لپاره درد سر وو، نور څه يې نه دي كړي.))

خو د کندوز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي وایي، په رښتیا سره هم دوی محلي حکومت ته لوی سرخوږی جوړ کړی هغه ځکه چې په وينا يې دوى تل د محلي چارواکو د خپلسریو او فساد مخه نیولې ده: (( موږ سردرد وو خو د هغه چا لپاره چې حيف و ميل كوي، د هغو لپاره درد سر يوو چې د دولت له امكاناتو ناسمه استفاده كوي، هغه چاته درد سر يوو چې عامو افغانانو ته فريب وركوي، خلك درپه در كوي، كندوز ته ناامني راوړي، موږ دا وجيبه لرو چې هغوى ته درد سر جوړ كړو، تر څو د خلكو واقعي غږ پورته كړو.))

د کندوز د پوهنې رئیس محمد رستم جبارخیل هم د ولایتي شورا د وکیلانو لاسوهنه په مقرریو کې تايیدوي او وایي چې یو شمېر وکیلانو ورڅخه غیرقانوني غوښتنې هم کړي خو دوی ورته منفي جواب ورکړی او هیڅکله به غیر قانوني کار ونه کړي: (( خامخا وكيل صاحبانو ته خلك مراجعه كوي، دوى له خپلو مؤكلينو سره راځي، زه ترې هيله كوم چې زموږ معارف رياست ته مزاحمت ونه كړي او موږ پرېږدي چې له خپلې مقررې سره سم عمل وكړو، هغوى خواست لري خو زه ورسره مقاومت كوم.))

د کندوز ولایت یو شمیر اوسیدونکي هم د ولایتي شورا پر وكيلانو نیوکه کوي او وایي چې په سختو حالاتو کې وکیلان له کندوز پښې سپکوي او د ملت تر څنګ نه لیدل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA