ads

د کوکنارو پرضد بې پایلې مبارزه

د کوکنارو د سږکال کښت د راټولولو په وروستیو شیبو کې دی، خو په یوه ولایت کې یې هم د له منځه وړلو له پاره کمپاین نه دی شوی. هلمند يو له هغو ولایتونو څخه دی چې د ټول هېواد د نشهیي توکو په سلو کې ۴۸فیصده په کې کرل شوي دي، خو سږکال په […]

نویسنده: The Killid Group
16 غبرګولی 1395

د کوکنارو د سږکال کښت د راټولولو په وروستیو شیبو کې دی، خو په یوه ولایت کې یې هم د له منځه وړلو له پاره کمپاین نه دی شوی. هلمند يو له هغو ولایتونو څخه دی چې د ټول هېواد د نشهیي توکو په سلو کې ۴۸فیصده په کې کرل شوي دي، خو سږکال په کې د کوکنارو یو بوټی هم نه دی وهل شوی.
د هلمند ترڅنګ کندهار، فراه، روزګان، نیمروز، هرات، زابل، بدخشان، ننګرهار، دایکندي، بغلان، لغمان، فاریاب، غور، پروان، جوزجان، بادغیس، سمنګان او سرپل هغه نور ولایتونه دي چې سږکال په کې تر ټولو ډېر کوکنار کرل شوي دي. د کوکنارو د سږکال کښت د راټولولو په وروستیو شیبو کې دی، خو په یوه ولایت کې یې هم د له منځه وړلو له پاره کمپاین نه دی شوی. هلمند يو له هغو ولایتونو څخه دی چې د ټول هېواد د نشهیي توکو په سلو کې ۴۸فیصده په کې کرل شوي دي، خو سږکال په کې د کوکنارو یو بوټی هم نه دی وهل شوی.
د هلمند ترڅنګ کندهار، فراه، روزګان، نیمروز، هرات، زابل، بدخشان، ننګرهار، دایکندي، بغلان، لغمان، فاریاب، غور، پروان، جوزجان، بادغیس، سمنګان او سرپل هغه نور ولایتونه دي چې سږکال په کې تر ټولو ډېر کوکنار کرل شوي دي.
د هلمند چارواکي مني چې سږکال په دې ولایت کې د کوکنارو کښت د نورو کلونو په پرتله زیات شوی او د له منځه وړلو له پاره يې هم کمپاین نه دی شوی. د هلمند د والي ویاند عمرځواک کلید ته وویل، له ناامنۍ پرته بله ستونزه دا ده چې د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د کوکنارو پر ضد د کمپاين له پاره کوم پلان هم نه لري. د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت بیا وایي، په ډېرو سیمو کې ناامني سبب شوې چې کوکنار وانه ړول شي.
د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د نشراتو ريیس محمد حنیف دانشیار وایي، دقیق ارقام نه لري چې د ټول هېواد په کچه د دې شلو ولایتونو په څومره ځمکه کوکنار کرل شوي، خو په خبره یې دوی په دې اړه سروې پیل کړې او وروسته به معلومه شي چې سږکال د کوکنارو کښت څومره دی: ((دا ټول شل ولایتونه له کوکنارو ډک نه دي، بلکې په یو شمېر سېمو کې یې کرل شوي، خو له بده مرغه چې بیا هم تر ټولو ډېر په هلمند کې کرل شوي دي.))
د تېرکال په پرتله سږکال په یو شمېر هغو ولایتونو کې هم کوکنار کرل شوي چې تر دې وړاندې په کې صفر شوي وو. جوزجان یو له همدغو ولایتونو څخه دی چې تېرکال په کې د کوکنارو کښت صفر و، خو سږکال یې په درې ولسوالیو کوکنار کرل شوي. د دې ولایت د والي ویاند محمدرضا د کوکنارو د کښت لوی عامل ناامني وبلله چې طالبانو په کې په زور خلک د کوکنارو کښت ته مجبور کړي دي.
د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د نشراتو ريیس وایي، دوی د کوکنارو د له منځه وړلو پلان لري، خو په ګرمسیرو ولایتونو کې یې حاصل اخستل شوی، خو په سړو ولایتونو کې لا هم چانس شته.
دانشـیـار وايـي چــې وزارت د هـر جـریـب ځمـکـې کوکنارو د اړولـو  لــه پـاره ۲۵۰ ډالره  جلا کړي دي، خو په خبره یې دا پیسې کومه ځانګړې بودجه نه ده، بلکې د اړتیا پر مهال ترې ګټه اخستل کېږي: ((موږ د خپل کار په وروستیو کې ټول ارقام راټولوو او بیا یې له رسنیو سره شریکوو.))
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معینیت وایي، دوی د یوه همکار ارګان په توګه مرسته کوي چې نشه يي توکي له منځه یوسي، خو ټول مسوولیت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت ته راجع دی چې په هر ولایت کې خپل پروګرام د والیانو پر مټ پرمخ وړي. د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال مهدي کاظمي وايي: ((موږ یوه ۸۵۰کسیزه قطعه درلوده چې د نشهيي توکو د له منځه وړلو له پاره جوړه شوې وه، خو اوس دا قطعه لغوه شوې ده او پرسونل یې په وزارت کې دننه مدغم شوی دی.))
د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ځانګړې قطعه په ۱۳۹۱کال کې له منځه وړل شوې ده.  خو اوس د کورنیو چارو او د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت په ګډه په دې کار کوي چې ياده قطعه بيا جوړه کړي او د کوکنارو د له منځه وړلو مسوولیت بیا هم د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معینیت ته ولېږدوي.
مهدي کاظمي وایي، د روان ۱۳۹۵کال په وري، غويي او غبرګولي میاشتو کې يې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې له پاره ځانګړي پروګرامونه لرل، خو د ناامنيو له لاسه بريالي نه شول. ولسي جرګه بیا وایي، حکومت سږکال په یوه ولایت کې هم د کوکنارو د له منځه وړلو له پاره کمپاین ونه کړ، ځکه جګړې پراخې وې او دوی یوازې خپل سنګرونه ساتل. د دې جرګې د نشه يي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې کمسیون غړی جنرال نقیب الله وایي، د کوکنارو کښت سږکال ډېر دی او تر ټولو لوی دلیل یې ناامني ده: (( دوی د کوکنارو د له منځه وړلو ځانګړې قطعه له منځه یوړه، نور امنیتي ځواکونه په جګړه بوخت دي، کوکنار به څوک له منځه یوسي؟)) د نشه یي توکو پر ضد د مـبــــارزې وزارت او د کــورنـیـــو چـــارو وزارت د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې معینیت تاییدوي، کوکنار په هغو سیمو کې کښت کېږي چې د حکومت له ولکې دباندې وي او یا هم په کې امنیتي تهدیدونه دومره پراخ وي چې څوک نه شي ورتلای. خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، افغان ځواکونه په ټول هېواد کې د امنیت د تامین له پاره عملیات کوي او په ټولو برخو کې د خلکو د ژوند د خونديتوب هڅه کوي. صدیقي زياتوي، ناامني په هغه کچه نه ده چې د ژوند څرخ په ټپه ودروي او دوی له ستونزو سره مخ کړي.
له بلې خوا یو شمېر کروندګر وايي، طالبانو په زور مجبور کړي چې کوکنار وکري او د دوی له همدې فصل عشر او زکات اخلي. د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وایي، طالبان له هر ډول ځمکو پیسې اخلي او ان د خلکو ځمکې یې د کوکنارو د کرلو له پاره خپلو ملګرو ته سپارلې دي. د هلمند یو تن قومي مشر محمد داوود وایي، طالبان د هر جریب پر سر له درې زره تر لس زره کلدارو اخلي: ((که د چا جامې لږې پاکې وي ورته وایي، ستا کار جوړ دی باید ډېرې پیسې راکړې.))
له بلې خوا یو شمېر نور کروندګر چې سږکال یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي تر ټولو ستر عوامل يې فقر او د حکومت نه پاملرنه یاد کړي. په ننګرهار کې د خوګیاڼو او د حصارک ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکو ابراهیم او محمد معشوق کلید ته وویل، که اصلاح شوي تخمونه، سرې او نور زراعتي امکانات ورکړل شوي وای، نن به یې کوکنار نه کرل.
هاخوا د ولسي جرګې د نشه یي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې کمسیون وایي، هغه پروګرام چې افغان حکومت یې د نشه یي توکو د له منځه وړلو له پاره لري، نیمګړی او بې ګټې دی. د همدې کمسیون غړی جنرال نقیب الله وایي، حکومت هغه مهال د کوکنارو د له منځه وړلو له پاره کمپاین کوي چې نېش وهلو ته رسېدلي وي: (( په دې وخت کې د ځمکې خاوند هم اجازه نه ورکوي چې ټوله خواري یې په اوبو لاهو شي.))
حکومتي چارواکي، د ولسي جرګې غړي او د چارو  ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د نشه يي توکو د کښت لویه ګټه د حکومت مخالفې وسله والې ډلـې، قـاچـاق وړونـکــي، ځـايــي زورواکان او د نشه یي توکو مافیا ته رسېږي. د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې وزارت وایي، په کلني ډول د افغانستان د نشه يي توکو د کار وبار کچه ۷۰ملیارده ډالرو ته رسېږي چې لویه برخه یې مافیا، وسله وال او قاچاق وړونکي وړي.

۸ ملیارد ډالره لګښت
په افغانستان کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو له پاره تر اوسه اته ملیارده ډالره یوازې د امریکا حکومت لګولي دي. دا ارقام د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د سرمفتش ادارې سیګار د ۲۰۱۴ميلادي کال د اکټوبر په ۱۳مه نېټه خپاره کړي، خو معلومه نه ده چې دا پیسې چېرته او څه ډول مصرف شوې دي. سیګار په خپل همدې راپور کې غوښتي چې د دې پیسو د لګښت په اړه کره معلومات وړاندې شي، خو تر اوسه د دې څېړنې پایله روښانه شوې نه ده.  د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت هم تاییدوي چې سیګار په یوه راپور کې دا ټکی روښانه کړی دی، خو محمد حنیف دانشیار وایي چې دوی ته له دې پیسو څخه تر اوسه د امریکا د حکومت له خوا په مستقیم ډول ۱۶۰ملیونه ډالر په واک کې ورکړل شوي او د مالیې وزارت له ادرس څخه دوی ۱۳۰ملیونه مصرف کړي او نور یې پاتې دي. حکومت دا پیسې له ۲۰۰۷میلادي کال را په دې خوا د کوکنارو د له منځه وړلو له پاره مصرف کړي دي. ياد وزارت وایي، دوی اماده دي چې حساب ورکړي.
خو هغه پیسې چې د امریکا حکومت لګولي، معلومې نه دي چې چېرته تللې دي. د نـشـه یـي توکو پر ضد د مبارزې وزارت وایي، دا پسې د افغان حکومت په لاس نه دي لګول شوې، بله دا چې د دې پیسو نیمايي برخه د ناحکومتي اجرايي بنسټونو پر معاشونو، امنیتي او نورو ادارو لګول شوې اوکروندګرو ته څه نه دي رسېدلي.
دا پـه داسـې حــال کـې ده چـې د نشه يي توکو پر ضد د مــبارزې ادارې وايــي، په تېــر کــال کې یې ۲۳۰۰ قاچاق وړونکي نیولي چې له دې ډلې ۶۶۰تنه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي دي. په نیول شویو کسانو کې د حکومتي ادارو کارکوونکي هم شامل دي. د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معینیت وایي چې تېر کال یې د کوکنارو د کښت په تور هم ۲۰۰ تنه نیولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA