د والیبال هغه سیالۍ، چې د خوست د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند دلپوریو په سیمه کې جوړې شوې وې، د همدې سیمې د والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
په دې ټورنامینټ کې چې د خوست د مختلفو سیمو ۲۸ وتلیو لوبډلو برخه لرله، پای لوبې ته يوازې د همدې کلي د ځوانانو او د تڼیو ولسوالۍ د حکمران لوبډلې وتلې وې. د والیبال هغه سیالۍ، چې د خوست د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند دلپوریو په سیمه کې جوړې شوې وې، د همدې سیمې د والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
په دې ټورنامینټ کې چې د خوست د مختلفو سیمو ۲۸ وتلیو لوبډلو برخه لرله، پای لوبې ته يوازې د همدې کلي د ځوانانو او د تڼیو ولسوالۍ د حکمران لوبډلې وتلې وې.
د سيالۍ په بريا، د ټورنامینټ ګټونکې دلپوريو لوبډلې ته یوه عراده موټرسایکل ورکړل شو او همدارنګه دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته کپونه او په نورو لوبغاړو تحفې وویشل شوې .
د خوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ د سیمې ځوانانو ته په دې موخه د برونزو مډال ورکړ، چې تل په سیمه کې د ورزش په پیاوړتیا او پرمختګ کې ونډه اخلي .
دا سيالۍ له يوې مياشتې راهيسې روانې وې.