ads

چاپي رسنۍ د زوال پر کرښه

اسناد او ښواهد ښيي چې د ځینو چاپي رسنیو کارونه نه یوازې له خنډو ځنډ سره مخ شوي، بلکې ځینې یې د سقوط له ګواښ سره هم مخ دي او یو شمېر نورې بشپړې تړل شوې دي.د کلید ګروپ د تحقیقي ټیم له لوري د هېواد په پنځو لویو ښارونو(کابل، کندهار، هرات، مزار او ننګرهار) […]

نویسنده: The Killid Group
3 وری 1395
چاپي رسنۍ د زوال پر کرښه

اسناد او ښواهد ښيي چې د ځینو چاپي رسنیو کارونه نه یوازې له خنډو ځنډ سره مخ شوي، بلکې ځینې یې د سقوط له ګواښ سره هم مخ دي او یو شمېر نورې بشپړې تړل شوې دي.
د کلید ګروپ د تحقیقي ټیم له لوري د هېواد په پنځو لویو ښارونو(کابل، کندهار، هرات، مزار او ننګرهار) کې شوې څېړنه ښيي چې د چاپي رسنیو له ډلې، یو شمېر سقوط شوي او پاتې یې د بندېدو پر کرښه ولاړې دي. اسناد او ښواهد ښيي چې د ځینو چاپي رسنیو کارونه نه یوازې له خنډو ځنډ سره مخ شوي، بلکې ځینې یې د سقوط له ګواښ سره هم مخ دي او یو شمېر نورې بشپړې تړل شوې دي.
د کلید ګروپ د تحقیقي ټیم له لوري د هېواد په پنځو لویو ښارونو(کابل، کندهار، هرات، مزار او ننګرهار) کې شوې څېړنه ښيي چې د چاپي رسنیو له ډلې، یو شمېر سقوط شوي او پاتې یې د بندېدو پر کرښه ولاړې دي.
د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه کم ۱۰۰۰ چاپي رسنیو په فعالیت پیل وکړ، خو د ۱۴ کلونو په تېرېدو سره نه یوازې دا چې دا رسنۍ تقویه نه شوې، بلکې د لویې برخې کارونه یې په ټپه ودرېدل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري کلید ته د ورکړل شویو ارقامو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې ۷۵۷ چاپي رسنۍ چې رسمي جوازونه لري، فعالیت کوي. دا شمېره په  ۱۳۹۳لمریز کې ۸۰۷ ته رسېده، خو په ۱۳۹۴لمریز کال کې ۵۰ رسنیو رسما خپل جوازونه لغوه کړل.
هغه رسنۍ چې خپل جوازونه یې لغوه کړي، لویه برخه يې د هېواد په مركز كابل پورې محدوده ده او یوازې درې یې د کابل له ګاونډي میدان وردګ او بغلان ولایتونو څخه د فعالیت له صحنې څخه حذف شوې دي.
له دغو ۷۵۷ چاپي رسنیو له ډلې چې دم ګړۍ فعالیت لري، ۵۰ یې ورځپاڼې، ۲۸۷ یې اوونېزې، ۷۴ یې پنځلس ورځنۍ، ۳۱۰ یې میاشتنۍ، ۷ یې دوه میاشتنۍ، ۴۲ کلیزې او ۳۷ یې مهالنۍ دي.
له دې پرته مدني، ښوونیزو او فرهنګي ټولنو هم یو شمېر مجلې، میاشتنۍ، کلنۍ، اوونیزې او جریدې خپرې کړې دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یې ټول شمېر ۵۷۳ ښيي، خو اوس د دې رسنیو نږدې ټوله برخه له فعالیت لوېدلې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي وایي، دا ۷۵۷ هغه رسنۍ دی چې له یاد وزارت څخه یې د فعالیت رسمي جوازونه ترلاسه کړي: (( تېر کال ۵۰ رسنیو رسما غوښتنه کړې چې جوازونه لغوه کړي، دا رسنۍ اوس فعالیت نه لري.)) خو یاد وزارت د هغو رسنیو په اړه دقیق ارقام نه لري چې خپل کارونه یې درولي، مګر خپل جواز یې نه دی لغوه کړی.
هاخوا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نۍ) وایي، په وروستیو درې کلونو کې نږدې ۱۵۰چاپي رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی. د نۍ اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر زیاتوي، د دې رسنیو عمده برخه، یعنې اتیا فیصده، د هېواد په پنځو لویو ښارونو کابل، کندهار، هرات، مزار او جلال اباد کې سقوط شوې دي. همدارنګه د کلید ګروپ خبریالانو په نوموړو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاستونو سره په کړیو مرکو کې موندلې چې په هر ولایت کې د چاپي رسنیو لویه برخه سقوط شوې او پاتې برخه یې په ډېر ناوړه وضعیت کې قرار لري.

کابل
د چاپي رسنیو لویې برخې په مركز کابل کې کار پیل کړی، خو اوس یې محدود شمېر فعالیت لري. که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په ۱۳۹۴لمریز کال کې ۵۰ رسنیو خپل جوازونه لغوه کړي، خو د چاپي رسنیو یو شمېر چلوونکیو او د رسنیو ملاتړو ادارو کلید ته ویلي، د دې رسنیو شمېر د هغې څو چنده دی چې یاد وزارت یې ښيي.
تجارت نوین، صدای کوهدامن، ترقي، رسانه های ازاد افغانستان، شبدیز، هیلې، رهنمای سریع، ترقی افغانستان، افغانستان، سیب، لمرڅرک، عارف چاه ابي، زند‌ګي نوین، مساوات ملي، تقریر، میراث فرهنګي، جهش، اقبال بلال، زند‌ګي امید، سیرت، د هیلو هنداره، افرنګ، سینا شاهد، ستاره کابل، تصویر زیبا، ستایش، سیاره، هفت جلوه، د رڼا انځور، تحسین، خانه مطبوعات افغانستان، زیروبم، مژده، اندیشه سبز، صدای نیلي، رهنمای سریع، اوج، طبیب، کلسترول، تصویر افغانستان او سروستان هغه چاپي رسنۍ دي چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یې د خپل فعالیت د بندیدو په اړه خبر ورکړی او د خپل فعالیت جوازونه یې لغوه کړي دي.
خو له دې پرته محور، باور او يو شمېر نورو مهمو چاپي رسنيو په ګډون زيات شمېر خپل فعاليت بند كړى، خو وزارت ترې خبر نه دى.
کندهار
په کندهار کې نږدې ۱۰ رسنیو نشرات درلودل چې اوس یې له ډلې یوازې شپږ پاتې دي او په ځنډ سره چاپېږي. د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اداري او مالي مدیر احمدشاه قادري وايي، هغه رسنۍ چې اوس بندې دي، مهمې وې او خلک ورسره عادت شوي وو. بڅرکی، ګرداب، سمون او اثر اوس نه چاپېږي. د هوتك په خبره، په پاتې شپږو رسنیو کې تعلیم الاسلام، کندهار مجله، ټاټوبی اوونیزه، طلوع افغان، ملي اتحاد او اکو بکو هغه دي چې خپرېږي، خو کارونه یې ځنډني دي. په دوی کې طلوع افغان ورځپاڼه خپله د یاد ریاست په مالي مرسته چاپېږي.
مزار
په مزار شریف کې د طالبانو د رژیم ترسقوط وروسته نږدې ۳۰ رسنیو خپل فعالیت پیل کړ. د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس صالح محمد خلیق وایي، یو شمېر رسنیو سقوط کړی، خو ځای یې نورو نیولی. نوموړى که څه هم د سقوط شویو رسنیو نومونه نه په ګوته کوي، خو وایي، له دې رسنیو جهان نو، بلخ، معرفت، بیدار، عصر نو او یولدوز په مسلسله توګه فعالیت لري او پاتې نورې یې په ورک ډول خپل کارونه مخته بیایي.
هرات
په هرات کې نږدې ۳۰۰ رسنیو کار پیل کړی و چې اوس یې لویه برخه له چاپ پاتې ده. په لوېديځه حوزه کې د چاپي رسنیو مسوول او د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر نور احمد کریمي وایي:(( په هرات کې د ۳۰۰ چاپي رسنیو له ډلې ۲۷۰ سقوط شوې او یوازې ۳۰ پاتې دي چې په هغې کې یوازې اتفاق اسلام هره ورځ چاپېږي او پاتې نورې یې له ورک برخلیک سره مخ دي.))
ننګرهار
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر شیرشاه همدرد وایي، په دې ولایت کې په تېرو کلونو کې تر ۱۲۰چاپي رسنیو فعالیت کاوه چې اوس یې له ډلې یوازې ننګرهار، مینه مجله او کرښه اوونیزه خپرېږي او پاتې نورې ټولې سقوط شوې دي. دی زیاتوي:(( په دوی کې یو شمېر مهمې رسنۍ لکه قلموال، انځور، ریښتین، پښتونستان، راز، ګلاب، مثبت بدلون، ډایمینډ، څراغ، هار، ایمل، ځوانانو غږ، ښاخۍ او نړۍ هم شاملې دي.))
د سقوط عوامل
په هېواد کې د چاپي رسنیو د سقوط په اړه بېلابېل عوامل په ګوته کېږي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي وایي، د چاپي رسنیو یو شمېر مسوولینو بې له دې چې د رسنیو په برخه کې تجربه ولري، په کار پیل وکړ او په دې اړه یې هېڅ فکر نه و کړی چې د ستونزو پر وړاندې باید څه ډول عمل وکړي. حکیمي زیاتوي:(( د سالم مدیریت او میکانیزم نشتوالی، خودجوشه او پروژوي حرکتونه، د اقتصادي او مالي منابعو نه شتون، له مطالعې سره د خلکو کمه مینه، د سودا کچې ټیټوالی، د رسنیو کمزورې بازارموندنه او ټیټ کیفیت هغه لوی عوامل دي چې له کبله یې ډېری چاپي رسنۍ سقوط شوې دي.))
د نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر بیا وایي، له رسنیو د حکومت کمزوری ملاتړ، د مطالعې او ورځپاڼې له فرهنګ سره نه بلدتیا او خپله د رسنیو له خوا په ټولنه کې د ځان د اثبات کمزوری پلان سبب شو چې ډېری چاپي رسنۍ له منځه ولاړې شي.
د هېواد په ۴ نورو ولایتونو کندهار، هرات، مزار او جلال اباد کې هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکیو پورته ستونزې د چاپي رسنیو د سقوط اصلي لاملونه بللې دي. دوی د کلید خبریالانو ته ویلي، نه یوازې دا چې څه په لاس کې نه لري، بلکې خپله هم د اقتصادي مشکلاتو له کبله ملي ورځپاڼې او مجلې په ځنډ خپروي.
عبدالجبار څپاند چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې دوو چاپي رسنیو فعالیت کاوه، د خپلو رسنیو د سقوط په اړه وایي چې د رسنیو پروژوي حرکتونو، کمزوری مدیریت او د پوه کسانو نه شتون اصلي عوامل دي چې چاپي رسنۍ یې له زیان سره مخ کړې دي: (( موږ ډېره هڅه وکړه چې کامیاب شو، خو په خپلو پښو د درېدو ټول کوښښونه مو ناکام شول.))
د محور ورځپاڼې مسوول مدیر خالد نجیم چې اوس یې رسنۍ فعالیت نه لري، وایي چې د چاپي رسنیو په مخکې تر ټولو لویه ستونزه خلکو ته په وړیا توګه د ورځپاڼو او مجلو وېش وو. دی زیاتوي، دې فرهنګ نه یوازې دا چې دا خلک ډېر بد عادت کړل، بلکې په ټوله کې یې د چاپي رسنیو د په پښو درولو په مخکې لوی دیوالونه جوړ کړل: (( پروژوي حرکتونو هم رسنۍ زیانمنې کړې، یوې ډلې په بلې پسې او بلې بیا په نورو پسې بد رد ویل چې همدې کار د چاپي رسنیو ارزښت ته هم زیان واړوه.))
خو دا چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټوله کې د چاپي رسنیو د ملاتړ له پاره څه کړي او ولې تر اوسه نه دی توانېدلی چې د مطالعې فرهنګ د دودولو له لارې له چاپي رسنیو سره د خلکو مینه پیدا کړي، په اړه یې د دې وزارت ویاند هارون حکیمي وایي:(( د وزارت په مخکني مدیریت خبرې نه کوم، خو په دې وروستیو کې موږ یو شمېر کارونه تر لاس لاندې نیولي چې خلک د مطالعې له پاره وهڅوو.)) حکیمي زیاتوي، وزارت مالي امکانات په لاس کې نه لري چې له اقتصادي اړخه د رسنیو ملا وتړي، خو په کیفي لحاظ د ښه چوپړ له پاره یې د چاپي رسنیو سره یو ځای ډېر کار کړی دی: (( دوی ته مو ورکشاپونه جوړ کړي، د مدیریت او ورځپاڼې چلولو مهارتونه مو ور زده کړي، څو مسلکي چلند وکړي.))
په افغانستان کې د ازادو رسنیود ملاتړ ټولنې اجرائیوي رئيس مجیب خلوتګر په دې اعتراف کوي، هغه ډول چې لازمه وه د چاپي رسنیو د ژغورولو له پاره یې څه نه دي کړي، خو دى زیاتوي:(( یو شمېرچاپي رسنۍ خاصو خلکو او د یوه هدف له پاره چلولې چې زموږ یې هم نړیوالو ادارو ته خوله بنده کړې وه چې د سقوط پر مهال له دوی سره مرسته وکړي.))  خلوتګر وایي، نى کومه خاصه بودجه نه لري چې د چاپي رسنیو اقتصادي ستونزې حل کړي، خو د معیار او کیفیت د پورته کولو له پاره یې ورته ډول ډول ورکشاپونه جوړ کړي دي. د خلوتګر د څرګندونو له مخې، د چاپي رسنیو د ارزښت د پورته کولو او ورسره د اشنا کېدو په اړه یې د معارف او لوړو زده کړو وزارتونو غوښتي چې په خپلو نصابونو کې د ورځپاڼې اهمیت ته په کتو یو شمېر مضمونونه ځای کړي: (( همدا ډول مو له حکومت غوښتي چې د یوه محدود وخت له پاره له دې رسنیو مالي ملاتړ وکړي، خو د سلیقوي چلند له کبله کوم بریالیتوب ته نه یو رسېدلي.))

د چاپي رسنیو راتلونکى
که څه هم  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یو شمېر چاپي رسنیو له اوسني فعالیت څخه خوښ او راتلونکې ته خوشبینه دی، خو ویاند یې وایي، لا ډېر کار ته اړتیا ده چې په مخکې شته خنډونه پورته او د هېواد په کچه معیاري چاپي رسنۍ خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي. د نى اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر بیا اندېښنه ښکاره کوي، که خدای مه کړه د چاپي رسنیو وضعیت په همدې ډول دوام وکړي. د ده په وينا، په نږدې کلونو کې به په هېواد کې چاپي رسنۍ له منځه ولاړې شي: (( دا به د ټول هېواد ژوندي تاریخ ته کلکه ضربه ورکړي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA