ads

پر يمن تازه ايتلافي بمبارۍ، ۳۸ مړه، ۳۰ ټپيان

د يمن پر پايتخت صنعا د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلاف الوتکو بمبارۍ کې ۳۸ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.تر دغو بريدونو وروسته، چې پرون شوي، حوثي وسله والو په سيمه کې اضافي وسله وال ځاى پر ځاى کړي دي، ترڅو د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلافي ځواکونو […]

نویسنده: The Killid Group
10 کب 1394
پر يمن تازه ايتلافي بمبارۍ، ۳۸ مړه، ۳۰ ټپيان

د يمن پر پايتخت صنعا د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلاف الوتکو بمبارۍ کې ۳۸ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
تر دغو بريدونو وروسته، چې پرون شوي، حوثي وسله والو په سيمه کې اضافي وسله وال ځاى پر ځاى کړي دي، ترڅو د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلافي ځواکونو د احتمالي بريد مخه ونيسي. د يمن پر پايتخت صنعا د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلاف الوتکو بمبارۍ کې ۳۸ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
تر دغو بريدونو وروسته، چې پرون شوي، حوثي وسله والو په سيمه کې اضافي وسله وال ځاى پر ځاى کړي دي، ترڅو د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلافي ځواکونو د احتمالي بريد مخه ونيسي.
صنعا په ۲۰۱۴ کال كې حوثي وسله والو له سعودي پلوي جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي څخه ونيوه او تر هغې وروسته د يمن په بېلابېلو سيمو کې د شيعه حوثي وسله والو او د منصور هادي د پلويانو تر منځ سختې نښتې رامنځته شوې دي، چې تر دې دمه په کې له شپږو زرو زيات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
د تېر کال له مارچ مياشتې راهيسې په يمن کې د حوثي وسله والو په ضد د سعودي په مشرۍ عربي ايتلاف پراخ هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي، چې له کبله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سعودي عربستان غواړي په يمن کې عبد ربه منصور هادي بېرته واک ته ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA