د لبنان پخواني لومړي وزير سعد حريري د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزيز څخه غوښتي، چې په دغه هېواد دې د ميليونونو ډالرو مرستې نه بندوي.
د لبنان پخواني لومړي وزير سعد حريري د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزيز څخه غوښتي، چې په دغه هېواد دې د ميليونونو ډالرو مرستې نه بندوي.
د رپوټونو له مخې، سعد حريري په بيروت کې يو خبري کنفرانس ته په وينا کې ويلي، چې د سعودي عربستان سپکوونکي د لبنان سپکوونکي بلل کېږي او پر رياض نيوکه کوونکي به هېڅکله هم خپلو اهدافو ته و نه رسېږي.
داسې ويل کېږي، چې ښايي د سعد حريري اشاره د لبنان حزب الله ډلې ته وه، چې د ايران په پلوۍ د سعودي عربستان سخته مخالفه وسله واله ډله بلل کېږي.
سعودي عربستان تېره اونۍ اعلان وکړ، چې له ايران سره د لبناني حکومت نيږدې اړيکو له كبله يې دغه هېواد ته د ميليونونو ډالرو ورکړه ځنډولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ