ads

عسيري: په سوريه كې د داعش ضد جګړې په پرېكړه بيا غور نه كوو

د سعودي عربستان د دفاع وزارت مشاور او د عرب ايتلافي ځواكونو وياند جنرال احمد عسيري وايي، هېواد به يې د سوريې په تړاو پر خپله اعلان كړې پرېكړه بيا غور ونه كړي بلكې هر وخت چې ايتلاف وغواړي، په سوريه كې به د سعودي ځواكونو ځمكني عمليات پيل شي.دا په داسې حال كې ده […]

نویسنده: The Killid Group
24 سلواغه 1394
عسيري: په سوريه كې د داعش ضد جګړې په پرېكړه بيا غور نه كوو

د سعودي عربستان د دفاع وزارت مشاور او د عرب ايتلافي ځواكونو وياند جنرال احمد عسيري وايي، هېواد به يې د سوريې په تړاو پر خپله اعلان كړې پرېكړه بيا غور ونه كړي بلكې هر وخت چې ايتلاف وغواړي، په سوريه كې به د سعودي ځواكونو ځمكني عمليات پيل شي.
دا په داسې حال كې ده چې تر ده وړاندې د سعودي خارجه وزير د تېرې سه شنبې په ورځ اعلان وكړ چې هېواد يې د څو زرو په شمېر عسكر سوريې ته استولى شي. د سعودي عربستان د دفاع وزارت مشاور او د عرب ايتلافي ځواكونو وياند جنرال احمد عسيري وايي، هېواد به يې د سوريې په تړاو پر خپله اعلان كړې پرېكړه بيا غور ونه كړي بلكې هر وخت چې ايتلاف وغواړي، په سوريه كې به د سعودي ځواكونو ځمكني عمليات پيل شي.
دا په داسې حال كې ده چې تر ده وړاندې د سعودي خارجه وزير د تېرې سه شنبې په ورځ اعلان وكړ چې هېواد يې د څو زرو په شمېر عسكر سوريې ته استولى شي.
نوموړي ګارډين ورځپاڼې ته هم په دې اړه وويل امكان لري چې هېواد يې سوريې ته د امريكا په مشرۍ د داعش ضد ايتلاف جګړې ته خپل سرتېري واستوي.
خو احمد عسيري بيا په دې اړه سمدستي وويل چې دا خبره به په بروكسل كې د ناټو د غونډې پر مهال روښانه شي چې ايا سعودي پوځيان په سوريه كې جګړه وكړي كه نه؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA