ads

بې سرپوښه بازار

افغانستان د بې کیفیته توکو د خرڅلاو په منډوي بدل شوی. شواهد ښيي چې هر کال له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه افغانستان په ټنونو ټنونو بې کیفیته توکي واردیږي. د نورم او سټنډرډ ملي اداره چې له فعالیته یې شاوخوا اووه کاله تېرېږي، لا نه ده توانېدلې چې په ګمرکاتو کې د دغو بې […]

نویسنده: The Killid Group
24 سلواغه 1394
بې سرپوښه بازار

افغانستان د بې کیفیته توکو د خرڅلاو په منډوي بدل شوی. شواهد ښيي چې هر کال له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه افغانستان په ټنونو ټنونو بې کیفیته توکي واردیږي. د نورم او سټنډرډ ملي اداره چې له فعالیته یې شاوخوا اووه کاله تېرېږي، لا نه ده توانېدلې چې په ګمرکاتو کې د دغو بې کیفیته توکو د وارداتو مخنیوی وکړي. د نورم او سټنډرډ پر ادارې سربیره، هغه وزارتونه او ادارې هم په خپلو چارو کې ناکامې دي چې په بازارونو کې د بې کیفیته توکو د عرضه کولو په مخنیوي مکلفه شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په بازارونو کې ۵۰ په سلو کې خوراکي توکي بې کیفیته او نېټه تېر دي، خو د نورم او سټنډرډ اداره بیا دا فیصدي ۸۰ په سلو کې او د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې ریاست یې بیا ۷۰ په سلو کې یادوي. افغانستان د بې کیفیته توکو د خرڅلاو په منډوي بدل شوی. شواهد ښيي چې هر کال له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه افغانستان په ټنونو ټنونو بې کیفیته توکي واردیږي. د نورم او سټنډرډ ملي اداره چې له فعالیته یې شاوخوا اووه کاله تېرېږي، لا نه ده توانېدلې چې په ګمرکاتو کې د دغو بې کیفیته توکو د وارداتو مخنیوی وکړي. د نورم او سټنډرډ پر ادارې سربیره، هغه وزارتونه او ادارې هم په خپلو چارو کې ناکامې دي چې په بازارونو کې د بې کیفیته توکو د عرضه کولو په مخنیوي مکلفه شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په بازارونو کې ۵۰ په سلو کې خوراکي توکي بې کیفیته او نېټه تېر دي، خو د نورم او سټنډرډ اداره بیا دا فیصدي ۸۰ په سلو کې او د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې ریاست یې بیا ۷۰ په سلو کې یادوي.ځینې سرچینې وايي چې دم ګړۍ ډېرې ناروغۍ چې ان د خلکو د مړینې سبب کېږي د همدغو بې کیفیته توکو او خوړو د استعمال له کبله دي. دا توکي او خواړه په حقیقت کې انسانان خوري او ژوند ته یې د پای ټکی ږدي.
د یوه مصرفي هېواد په توګه د افغانستان مطرح کېدل، کمزورې څارنه، د اړوندو ادارو ترمنځ نه همغږي، په خپلو مسوولیتونو نه عمل، خپلو شخصي ګټو ته پر ملي او عامه ګټو ترجیج ورکول، او له پاکستان او ایران سره د هېواد اوږدې پولې هغه عوامل په ګوته کېږي چې قاچاقبرو، فاسدو، غلو او بې وجدانه افرادو ته یې دا موقع په لاس ورکړې چې د بې کیفیته توکو په واردولو سره د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د نورم او سټنډرډ ملي اداره هم تاییدوي چې افغانستان دم ګړۍ د بې کیفیته زهرجنو غذايي توکو او موادو د خرڅلاو په یوه ستر منډوي بدل شوی دی. د نورم او سټنډرډ ملي اداره په ۱۳۸۷لمریز کال جوړه شوې ده. د دغې ادارې په باور له کله چې د افغانستان له پاره د ازاد بازار پر اقتصاد هوکړه شوې، له هماغه راهیسې افغانستان د بې کیفیته توکو مرکز ګرځېدلی دی. د دې ادارې مرستیال مجیب الرحمن خطیر وايي، افغان حکومت مخکې له دې چې په کور دننه د ازاد بازار له پاره شرایط برابر کړي، یو ناڅاپه یې د هغه په تجربه کولو بنا وکړه: (( موږ خپله ټولنه او اقتصاد په نظر کې ونه نیو او ازاد بازار ته مو زړه ښه کړ، ظرفیت مو لوړ نه و او همدا سبب شو چې د کیفیت له مخې زموږ بازار ډېر خراب شي.)) نوموړی زیاتوي، خصوصي سکټور هم دا وړتیا نه لرله چې د دې بازار په کنټرول او په معیاري کولو کې له حکومت سره مرسته وکړي. خطیر وايي، دوی هم دومره امکانات په لاس کې نه لري چې د توکو د کیفیت د معلومولو له پاره په سرحدونو او ګمرکونو کې ځانګړې الې او دستګاوې نصب کړي. خو نوموړی وايي چې دوی په روان کال کې یوازې په حیرتان، تورغونډي، شېرخان، نېمروز او یو شمېر نورو بندرونو کې د تیلو د کیفیت د ارزولو ماشینونه نصب کړي دي:(( د خوراکي، صحي، ساختماني، محیط زیستي، کیمیاوي او نورو موادو د کیفیت د معلومولو له پاره خو په یوه بندر کې هم لابراتوار نشته.))
د نورم او سټنډرډ ملي ادارې په ۱۳سکټورونو کې د ۴۹۵ قلمه موادو له پاره ځانګړي معیارونه وضعه کړي دي. دا معیارونه د هر توکي له پاره جلا دي. د نورم او سټنډرډ ملي اداره وایي، دوی د هېواد ملي اقتصاد، روغتیا او غذایي مصوونیت له مخې وضعه کړي معیارونه په دوو برخو ((اجباري او غیر اجباري)) وېشلي دي. خو بازارونو ته په کتو ښکاري چې په اجباري برخه کې هم د دغې ادارې له لوري وضعه شوي معیارونو نه وي تطبیق شوي.
د نورم او سټنډرډ ملي اداره وایي، په ګمرکاتو کې د مافیا تسلط، اداري فساد، ناقانونه سوداګري، د ادارو ترمنځ نه همغږي، د ظرفیت، کدر او امکاناتو نشتوالی، د حکومت پڅ سیاسي ملاتړ او یو شمېر نور عوامل د دې سبب شوي چې دوی په بازارونو کې د موادو د کیفیت په کنټرول کې پاتې راشي:(( په ګمرکاتو کې د لابراتوارونو د نشتوالي له کبله یو شمېر سوداګر د دې پر ځای چې خپل سوداګریز توکي مرکز ته د تشخیص له پاره راوړي، هملته مامورینو ته رشوت ورکوي او خپل بې کیفیته توکي بازار ته واردوي.)) د خطیر د څرګندونو له مخې، سوداګر کابل ته هغه توکي د ارزولو له پاره راوړي چې په معیار برابر وي:(( د همدې موادو له مخې اعتبار لیک تر لاسه کوي، خو ټول مواد په هغه ډول نه واردوي.))
مګر د عامې روغتیا وزارت بیا دا نه مني چې ګواکې ټول غذایي مواد دې بې کیفیته وي او یا دې داسې بېلګه کابل ته راوړل شوې وي چې کیفیت یې تر نورو پورته وي. د عامې روغتیا وزارت د غذايي مصوونیت د څانګې امر محمد ذاکر نسیمي کلید ته وویل:(( د دې توکو نمونې سوداګر نه راوړي، بلکې په ولایتونو کې یې زموږ نماینده رالېږي، په کابل کې خو خپله یوه بسته ټاکو او بیا یې د تجزیې له پاره لابراتوار ته استوو.)) نسیمي مني چې په بازار کې ډېره اندازه غذايي مواد د رسمي او قانوني لارو پر ځای په قاچاقي توګه واردیږي: (( موږ دومره پراخ امکانات نه لرو چې خپل ټول سرحدات کنټرول کړو، ډېر شمېر سوداګر بې کیفیته توکي په قاچاقي لارو واردوي.))
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد هم مني چې ډېری بې کیفیته او غیرمعیاري توکي له قاچاقي لارو هېواد ته واردیږي: (( له سرحدونو وارد شوي ټوکي ټول معیاري دي، خو کوم توکي چې له قاچاقي لارو راځي، موږ پرې کنټرول نه لرو، بیا هم په بازارونو کې د خپلو سیارو ټیمونو په وسیله هڅه کوو چې د بې کیفیته توکو مخنیوی وکړو.))

ډېرې، خو ناکامه ادارې
د نورم او سټنډرډ ملي ادارې ترڅنګ، د عامي روغتیا، کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارتونه او ښاورالي هغه ارګانونه دي چې د بې کیفیته او غیر معیاري توکو د مخنیوي مسوولیت ور تر غاړې دی، خو تر اوسه یوه اداره هم نه ده توانېدلې چې په خپل کار کې بشپړه بریالۍ وي. د نورم او سټنډرډ ملي ادارې مرستیال مجیب الرحمن خطیر وايي چې د یوه مسوول په توګه نه، بلکې د یوه عادي افغان په توګه له اوسني بازاره ناخوښه دی. خطیر وايي:(( بې کیفیته توکي پلورل کېږي، خو څوک یې د مخنیوي نشته.)) د عامې وزارت د غذایي مصوونیت څانګې امر محمد ذاکر نسیمي وایي، د هېواد ۵۰ فیصده غذایي توکي مصوونیت نه لري، خو دوی هڅه کوي چې ستونزې راکمې کړي: (( موږ هر وارداتي توکی ارزوو، که له وضعه شویو معیارونو سره برابر و، اجازه ورکول کېږي او که نه، بیرته مسترد کېږي.)) نوموړی د نورم او سټنډرډ ملي ادارې له لورې وضعه شوي معیارونه کم ګڼي او وايي، دا اداره په هغه شکل چې په کار ده نه ده توانېدلې چې د توکو له پاره داسې معیارونه رامنځته کړي چې له نړیوالو اصولو سره برابر وي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چې د حیواني درملو او واکسینو، غنمو، غوښو او لبنیاتو د کیفیت کنټرول پر غاړه لري، یوازې په تېر یوه کال کې یې ۳۵زره ۳۸۷ کیلوګرامه د چرګانو غوښه، ۴۰۰ ملیونه د چرګو هګۍ، ۲۰زره ۷۵۱ چرګان او یو شمېر نور غیر معیاري توکي ګرځولي دي.
د کابل ښاروالۍ د روغتیايي چاپېریال رئیس سید ادریس توخي بیا نه یوازې دا چې بازارونو ته د بې کیفیته توکو د رالېږد په اړه اندېښنه لري، بلکې په خبره یې ۸۰ په سلو کې غذايي مواد غیر معیاري دي. ده له کلید سره د مرکې پرمهال وویل چې د اوسنیو ډېر شمېر ناروغیو ستر علت په بازارونو کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو توکو خرڅلاو دی. توخي زیاتوي چې دوی په خپلو ټولو امکاناتو په یوه کال کې د کابل ټولې ناحیې لږ تر لږه دوه ځلې له نظره تېروي، خو د معیار له مخې دا سیمې باید په هره میاشت کې دوه ځله وپلټل شي:((موږ د ۱۳۹۳کال د جدي له لسمې د ۱۳۹۴کال د جدي تر ۱۱مې پورې له ۵۶۰۰ دوکانونو څخه ۳۶۵ زره کیلوګرامه تاریخ تېر توکي راټول او له منځه وړې دي.))
د کابل ښاروالۍ د روغتیايي چاپېریال اداره د خپلو مسوولیتونو له مخې د موادو له کیفیت سره سروکار نه لري، بلکې یوازې په تاریخ تېرو موادو پسې ګرځي. خو د دغې ادارې رئیس وایي چې د تاریخ تېرو توکو ستونزه دومره جدي نه ده، لکه څومره چې بې کیفیته توکي د خلکو ژوند ګواښي. سید ادریس توخي زیاتوي، غذایي توکي تر ډېره په پلاستیکي کڅوړو کې راواردېږي چې د تودوخې درجې د لوړېدو او لوېدو په صورت کې زهرجن کېږي. توخي د یو شمېر سوداګرو له خوا د وارداتي توکو د قوطیو او لیبلونو په اړه هم اندېښنه ښيي او وايي:(( ځیني سوداګر بې کیفیته او تاریخ تېر توکي راواردوي، بیا دلته یې لیبل او قوطۍ وربدلوي.))  د ده د څرګندونو له مخې دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت بیا نه دا ظرفیت لري چې دغه توکي وپېژني او نه یې مخنیوی کولای شي. خو د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وایي چې یو وارداتي توکی هم د کورنیو او نړیوالو ادارو له تصدیق شویو سندونو پرته هېواد ته نه شي واردېدلی: (( د مالیې وزارت کارونه یوازې په ګمرکي برخو پورې متمرکز دي او په بازار کې څارنه او مداخله نه کوي.))

ولې نه کنټرول؟
د بې کیفیته توکو د وارداتو په مخنیوي مکلفې ادارې که څه هم ټول له یوه ټکي سر ټکوي چې ګواکې امکانات نه لري، خو کلید ترې پوښتلي چې د امکاناتو د ترلاسه کولو له پاره یې څه کړي دي؟ د نورم او سټنډرډ ملي ادارې مرستیال مجیب الرحمن خطیر د کلید د دغې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې تر اوسه دغې ادارې ته د یوې پروژې په سترګه کتل کېږي او تر هغه چې ملاتړي قوانین وضعه نشي، بدلون ناشونی دی. خو د عامې روغتیا وزارت د غذایي مصوونیت څانګې امر محمد ذاکر نسیمي بیا ویلي، په دې وروستیو کې یې هڅې پیل کړې چې تغییر راولي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد وایي چې دوی د کیفیت له پاره زړه پالیسې له منځه وړې او ډېر ژر به هېوادوالو ته نوی زیری ولري. خو د کابل ښاروالۍ روغتیايي چاپېریال رئیس ادریس توخي وایي، په ځلونو کې یې وړاندیزونه او مکتبونه استولي چې امکانات ورکړل شي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA