د تايوان په سويلي تاينان ښار كې د جمعې د ورځې تر زلزلې وروسته د تلفاتو شمېر ۳۷ ته لوړ شوى.
د تاينان ښاروال ويلي، د زلزلې له كبله د نړېدلې ۱۷ پوړيزې ودانۍ له ملبې څخه يې ۴۸ ساعته يوه ښځه او يو سړى ژوندي را ايستلي خو ويلى شي چې د مړينو كچه به له سلو واوړي.

د تاينان ښاروال ويلي، دمګړۍ د ودانۍ تر ملبې لاندې ۱۰۰ نه زيات كسان لادركه دي، خو د پېښې شاوخوا ۵۰۰ ټپيان اوس له روغتيايي پلوه د تشويش وړ نه دي او زياتره يې له روغتونه خارج شوي دي.
په تاينان كې د جمعې په ورځ ۶ اعشاريه ۴ درجې زلزله وشوه چې څپې يې د چين په فوجيان كې هم احساس شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ