ads

په يوه پاڼۍ كې ۱۰۰۹ منډې، هندي هلك د كركټ نړيوال ريكارډ جوړ كړ

د هند په مهاراشټرا ايالت كې د ښوونځي يو ۱۵ كلن زده كوونكي پرانيودهنيواړې د كركټ لوبې په يوه پاڼۍ كې ۱۰۰۹ مندې جوړې كړې دي.د پرانيو په نوم دغه هلك چې د كركټ په تاريخ كې يې ۱۱۷ وروسته د لومړي ځل لپاره نړيوال ريكارډ ټينګ كړ، يادې ټولې منډې يې په سيمه كې […]

نویسنده: The Killid Group
15 مرغومی 1394
په يوه پاڼۍ كې ۱۰۰۹ منډې، هندي هلك  د كركټ نړيوال ريكارډ جوړ كړ

د هند په مهاراشټرا ايالت كې د ښوونځي يو ۱۵ كلن زده كوونكي پرانيودهنيواړې د كركټ لوبې په يوه پاڼۍ كې ۱۰۰۹ مندې جوړې كړې دي.
د پرانيو په نوم دغه هلك چې د كركټ په تاريخ كې يې ۱۱۷ وروسته د لومړي ځل لپاره نړيوال ريكارډ ټينګ كړ، يادې ټولې منډې يې په سيمه كې د ښوونځيو تر منځ د بهنډاري جام كركټ سياليو پر مهال د يوې پاڼۍ په ۳۲۳ توپونو كړې دي.
دهنيواړې په خپله لوبه ټول ۳۹۴ دقيقې وخت اړولى چې ۵۹ شپږيزې او ۱۲۹ څلوريزې يې وهلې دي. د هند په مهاراشټرا ايالت كې د ښوونځي يو ۱۵ كلن زده كوونكي پرانيودهنيواړې د كركټ لوبې په يوه پاڼۍ كې ۱۰۰۹ مندې جوړې كړې دي.
د پرانيو په نوم دغه هلك چې د كركټ په تاريخ كې يې ۱۱۷ وروسته د لومړي ځل لپاره نړيوال ريكارډ ټينګ كړ، يادې ټولې منډې يې په سيمه كې د ښوونځيو تر منځ د بهنډاري جام كركټ سياليو پر مهال د يوې پاڼۍ په ۳۲۳ توپونو كړې دي.
دهنيواړې په خپله لوبه ټول ۳۹۴ دقيقې وخت اړولى چې ۵۹ شپږيزې او ۱۲۹ څلوريزې يې وهلې دي.
تر ده وړاندې په ۱۸۹۹ كې د بريټانيا لوبغاړي اروت كولنس د كلارك هاوس لوبډلې له لوري د نارت ټاون هاوس پر وړاندې د ۶۲۸ منډو نړيوال ريكارډ درلود.
د پرانيو تر څنګ لوبډلې هم په همدې لوبه كې د ټول ټال ۱۴۶۵ منډو په ترلاسه كولو د اسټراليا د وكټوريا ايالت كركټ لوبډلې نړيوال تاريخ هم مات كړ، دغې لوبډلې په ۱۹۲۶ كال د نيو ساوټ ويلز لوبډلې پر وړاندې ۱۱۰۷ منډې كړې وې.
پرانيو پر هندي حكومت غږ كړى چې ده ته د دې هېواد په لومړۍ درجه رانجي جام سياليو كې د لوبېدو زمينه مساعده كړي.
د دې هلك پلار چې پرشانتجوكليان نومېږي په هندوستان كې ركشه چلوي او د خپل زوى نړيواله لاسته راوړنه يې د خپل هېواد لپاره لوى وياړ ګڼلى دى.
د دې تر څنګ د مهاراشټرا ايالتي حكومت هم اعلان كړى چې د پرانيو دهېواړې ټول د كركټ زده كړې لګښتونه به دوى د حكومت له بودجې لنډوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA