د غزني قومي مشران او د ولايتي شورا غړي وايي، د دې ولايت په بېلا بېلو ولسواليو كې ميشت امنيتي سرتېري او په ځانګړي ډول پوليس دولتي وسلې او مهمات پر وسله والو مخالفينو پلوري، خو مسوول امنيتي ارګانونه بيا وايي په دې اړه به تر شپږو مياشتو وروسته د پوليسو ټولو ليكو كې اصلاحات راولي.
د غزني د نجات شورا مشر خليل الله هوتك په دې اړه كليد ته په ځانګړې مركه كې وويل، داسې اسناد او شواهد لري چې د ولايت په بېلا بېلو ولسواليو كې امنيه قومندانان او د پوليسو منسوبين پر مخالفو وسله والو پوځي مهمات پلوري.

دى زياتوي، د پوليسو دې كار وسله وال ځواكمن كړي او د امنيتي وضعيت په خرابېدو كې يې مرسته كړې ده:(( زه داسې اسناد او شواهد لرم،چې د یوي ولسوالۍ امنیه قومندان طالبانو ته زیګویک ورکړی، داسې اسناد لرم چې د مرکز په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې د ملي او سیمه يیزو پولیسو منسوبینو، پیکاګانې، کلاشینکوفونه او مرمۍ یې پر طالبانو پلورلي او اوس یې هم پلوري.))
هوتك زياته كړه، پولیس په لرې پرتو سیمو کې په لوی لاس ډزې کوي او وروسته خپلو لوړو مقامونو ته راپور ورکوي چې په جګړه کې یې زیاته اندازه مهمات مصرف کړي دي.
هوتك په دې برخه كې دكورنيو چارو وزارت په فساد او كمزوري مديريت تورنوي چې په وينا يې له همدې كبله د پوليسو په ليكو كې مفسدو او خاينو كسانو ځاى موندلى دى.
بلخوا د غزني د ولايتي شورا غړي هم د پوليسو له لوري پر مخالفو وسله والو د پوځي مهماتو پلور تاييدوي، خو هيله من دي چې د امنيې نوى قومندان به دغې ستونزې ته ژر تر ژره د پاى ټكى كېږدي.
د غزني د ولايتي شورا غړى حسن رضا يوسفي كليد ته په خپلو خبرو كې دا مسئله اندېښمنوونكې بللې خو زياته يې كړه دا ستونزه له ډېر پخوا څخه موجوده وه مګر اوس ورته د امنيه قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل ډاډ وركړى چې هرڅه به سم كړي: ((د پولیسو له لوري د تیلو، او وسلو پلورل نوې خبره نده، دا لړۍ له مخکې روانه ده، خو اوس چې نوی امنیه قومندان راغلی، یوه زیاته اندازه وسلې چې مخکې نه وې راجستر شوې، خو د امنیه قومندانۍ منسوبینو ور سره انتقالولې اوس ثبت شوي او موږ په جریان کې یوو چې ښاغلى امرخیل په ې برخه کې اصلاحات پیل کړي دي.))