ads

شيخ زايد پوهنتون خپل ممتاز محصلين ونازول

د خوست شیخ زاید پوهنتون مسوولینو  د محصل د نړيوالې ورځې په مناسبت خپل هغه محصلین وستایل، چې د روان کال په اږدو کې یې په علمي برخه کې څیړنې کړې وي.په دغو څیړنو کې د مسلکي کتابونو لیکل او د علمي سیمنارونو جوړول او وړاندې کول شامل وو.د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو […]

نویسنده: The Killid Group
27 لړم 1394
شيخ زايد پوهنتون خپل ممتاز محصلين ونازول

د خوست شیخ زاید پوهنتون مسوولینو  د محصل د نړيوالې ورځې په مناسبت خپل هغه محصلین وستایل، چې د روان کال په اږدو کې یې په علمي برخه کې څیړنې کړې وي.
په دغو څیړنو کې د مسلکي کتابونو لیکل او د علمي سیمنارونو جوړول او وړاندې کول شامل وو.
د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو مشر پوهنیار اسدالله تڼی وایي، د روان کال په اوږدو کې یې د شیخ زاید پوهنتون له هر یو پوهنځي څخه په داوطلب ډول لس یا دولس محصلین د سیمنار د وړاندې کولو لپاره ثبت کړي وو، چې وروسته د علمي کمیټو لخوا له هر پوهنځي نه يوازې یو ممتاز محصل انتخاب او د علمي موضوعاتو په اړه يې سمينار وړاندې كړ. د خوست شیخ زاید پوهنتون مسوولینو  د محصل د نړيوالې ورځې په مناسبت خپل هغه محصلین وستایل، چې د روان کال په اږدو کې یې په علمي برخه کې څیړنې کړې وي.
په دغو څیړنو کې د مسلکي کتابونو لیکل او د علمي سیمنارونو جوړول او وړاندې کول شامل وو.
د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو مشر پوهنیار اسدالله تڼی وایي، د روان کال په اوږدو کې یې د شیخ زاید پوهنتون له هر یو پوهنځي څخه په داوطلب ډول لس یا دولس محصلین د سیمنار د وړاندې کولو لپاره ثبت کړي وو، چې وروسته د علمي کمیټو لخوا له هر پوهنځي نه يوازې یو ممتاز محصل انتخاب او د علمي موضوعاتو په اړه يې سمينار وړاندې كړ.
ده وویل، د ښوونې او روزنې، ادبیاتو او طب پوهنځيو محصلینو د خپل مسلک اړوند څو عنوانه کتابونه هم چاپ کړي دي: ((د طب، ښوونې او روزنې او ادبیاتو پوهنځیو محصلینو علمي کتابونه لیکلي و او د پاتې ۹ پوهنځیو محصلینو د پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې د خپل مسلک اړوند علمي سیمنارونه وړاندې کړل.))
د شیخ زاید پوهنتون سرپرست رئیس مجیب الرحمن کریمي وایي، د نوامبر ۱۷ مه نیټه د محصلینو نړیوالې ورځې سره سمون خوري نو په همدې موخه یې هغه محصلين وستایل، چې په تېر کال کې یې په علمي برخه کې بريالۍ هڅې كړې وې: ((پرون د محصلینو نړیواله ورځ وه، وموغوښتل، چې لومړى د محصلینو سره دغه ورځ ونمانځو او هغه محصلین چې تکړه او ممتاز دي په تېر کال کې یې تحقیق او څیړنې ترسره کړي او همداشان یې د خپل مسلک اړوند کتابونه چاپ کړي، دوی مو وستایل چې په دې سره به نور محصلین هم علمي كارونو ته وهڅېږي.))
هغه محصلین چې د محصلینو د نړیوالې ورځې د رارسیدو په مناسبت د علمي سیمنارونو د جوړولو او د کتابونو د لیکلو له امله وستایل شول خوښ وو او په وینا یې د علمي معلوماتو پر زیاتوالي سربېره یې د جرائت په پیدا کیدو کې هم  ورسره مرسته وکړه.
عمران د اقتصاد پوهنځي محصل دى او د انفلاسيون د منفي اغيزو په اړه يې سمينار د پوهنتون لخوا ستاينه ترلاسه كړې ده: (( ما ته په دغه برخه کې له څیړنې وروسته ډېر معلومات وشول او بله مهم خبره ده، چې ډېر محصلین په زړونو کې ډېر معلومات لري، خو د بي جرائتۍ له امله یې ویلی نشې چې ما ته تر ډېره د جرائت ستونزه هم هواره شوه.))
صافي الله وفا بيا د ژورناليزم پوهنځي د څلورم كال محصل دى او په افغانستان د شورويانو د يرغل تاريخي خوا يې څېړلې ده: ((  ما په دې برخه کې مهمې سرچینې مطلعه کړې، چې څنګه افغانستان ته روسان راغلل څنګه بیا وشړل شول. امریکا او پاکستان ولې له مجاهدینو سره مرستې کولې او دوی ولې اوه ګوندونه جوړکړل؟))
بلخوا د شیخ زاید پوهنتون یو شمېر استادان چې په دې وروستیو کې یې په اروپایې هیوادونو کې لوړې تخصصي زده کړې كړي، په دې نظر دي چې  د محصلینو لخوا علمي څیړنې د دوی ظرفیتونه لوړوي.
د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار سیدولي شاه مندوزی همدا خبره كوي او وايي، محصلین باید نور هم وهڅیږي، چې د علمي څیړنو لپاره لاس په كار شي.
دی وایې، چې د علمي څیړنو په مرسته محصلین اړ کیږي، چې کتابتون او انټرنیتي معلوماتو ته مراجعه وکړي او دا كار يې په معلوماتو كې د پراخې اضافې سبب شي.
شیخ زاید پوهنتون دا وخت ۱۲ مختلفې پوهنځي لري چې د محصلینو شمېر یې شاوخوا ۱۰ زرو ته رسیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA