ads

د اندړو مشران: پاڅونوال او سيمه ييز پوليس د خلكو پر ناموسونو تېري كوي

په غزني كې د اندړو ولسوالۍ قومي مخور وایي، سيمه ييز پولیس او د ولسي پاڅون تر نامه لاندې وسله وال یې په سیمه کې د ګڼو زور زیاتیو ترڅنګ ځوانې نجونې او ښځې هم له کورونو څخه بیایې او د بیرته خوشې کولو په بدل کې یې له کورنیو څخه پیسې غواړي.دغو قومي مشرانو […]

نویسنده: The Killid Group
26 لړم 1394
د اندړو مشران: پاڅونوال او سيمه ييز پوليس د خلكو پر ناموسونو تېري كوي

په غزني كې د اندړو ولسوالۍ قومي مخور وایي، سيمه ييز پولیس او د ولسي پاڅون تر نامه لاندې وسله وال یې په سیمه کې د ګڼو زور زیاتیو ترڅنګ ځوانې نجونې او ښځې هم له کورونو څخه بیایې او د بیرته خوشې کولو په بدل کې یې له کورنیو څخه پیسې غواړي.
دغو قومي مشرانو چي په خپله سیمه کې د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون د وسله والو له زور زیاتیو څخه په شكايت د غزني مرکز ته راغلي وو، له دولتي چارواكو او په ځانګړي ډول له كليد سره يې په خبرو كې ويلي، دوى په كلي ولس كې له ژوند كولو څخه پزې ته راغلي. په غزني كې د اندړو ولسوالۍ قومي مخور وایي، سيمه ييز پولیس او د ولسي پاڅون تر نامه لاندې وسله وال یې په سیمه کې د ګڼو زور زیاتیو ترڅنګ ځوانې نجونې او ښځې هم له کورونو څخه بیایې او د بیرته خوشې کولو په بدل کې یې له کورنیو څخه پیسې غواړي.
دغو قومي مشرانو چي په خپله سیمه کې د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون د وسله والو له زور زیاتیو څخه په شكايت د غزني مرکز ته راغلي وو، له دولتي چارواكو او په ځانګړي ډول له كليد سره يې په خبرو كې ويلي، دوى په كلي ولس كې له ژوند كولو څخه پزې ته راغلي.
د یادې ولسوالۍ یو  قومي مشر ګل حضرت له کلید سره خبرو کې وویل،  سیمه يیز پولیس او د ولسي پاڅون وسله وال یې د شپې لخوا پر کورونو ننوځي او د خلکو پر نوامیسو د تېریو ترڅنګ ځوانې نجونې او ښځې هم له ځان سره بیایي چې وروسته یې د بیرته خوشې کولو په بدل کي له کورنیو څخه د لوړو پیسو غوښتنه کوي.
هغه وايي: (( زه خپله د اندړو ولسوالۍ د کابلو د کلي اوسیدونکی یم همدا څو ورځې مخکې اربکیانو زموږ له کلي څخه یوه نجلۍ بیولې وه، وروسته یې ورور درې لکه روپۍ ورکړې چي بیرته یې را خوشي کړه، همدا د یکشنبي په ورځ یې زه په مرکه کي ناست وم.))
د اندړو یو بل قومي مخور حاجي بخت بلند هم له كليد سره په خبرو كې وويل، سیمه يیز پولیس او د پاڅون وسله وال وخت ناوخت د خلکو پر شخصي حریم تېری کوي او حتى د شپې ناوخته د خلکو کورونو ته ننوځي.
بخت بلند زیاته کړه، دغه کسان پر ښځو د تیریو ترڅنګ هغوی له ځان سره هم بیایي او د خوشې کولو په بدل کې یې له کورنیو څخه پیسې غواړي یا یې هم ځانونو ته په نکاح کوي: ((دا اربکیان او پاڅونوال ځوانان نیسي، د طالب په نامه يې بیایي، د خوشې کولو په بدل کې يې له ۲ تر ۶ لکه کلدارو پورې پیسې غواړي، تر پزې ور څخه را رسیدلي یوو، له کابلو، کجیري او ګڼو کلیو څخه یې د خلکو نجونې او ښځې یوړې، ځینې یې د پیسو په بدل کې خوشې کړي او ځینې یې ځان ته واده کړې دي.))
دوی وایې، حتى د اندړو ولسوالۍ روغتون ته خپل ناروغان د سیمه يیزو پولیسو له ویرې د درملنې ته نه شي وړاى، ځكه چې اربكيان د ږیرې پخاطر ورباندې د طالب ټاپې لګوي او نیسي یې.
د اندړو ولسوالۍ دغو قومي مخورو د غزني د والي، امنیه قومندان او د ملي امنیت د رئیس په حضور کي ګوت څنډنه وکړه، که په دغه ولسوالۍ کی د سیمه يیزو پولیسو او د ولسي پاڅون کسان خلع سلاح او مجرمینو ته یې سزا ور نکړي نو د دولت پر ضد به وسله واخلي.
د غزني والي محمد امان حمیم له دغو قومي مخورو سره په لیدنه کي د هغوی د شکایتونو له اوریدو وروسته  وویل، د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو له لوري له خلکو سره زور زیاتی ورته په هیڅ صورت د زغملو او منلو وړ ندی.
نوموړي له راغلیو قومي مخورو څخه غوښتنه وکړه، چې د شویو زور زیاتیو په اړه دې دوی ته کتبي عریضه وکړي او ژمنه یې وکړه چې له ښکیلو کسانو سره به جدي چلند وکړي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل هم د اندړو له قومي مخورو سره په دغه لیدنه کې د خلکو پر کورونو او نوامیسو د سیمه يیزوپولیسو او پاڅون کوونکو له لوري د تیریو او نورو زور زیاتیو پخلی وکړ.
نوموړي له کلید سره په خبرو کې وویل، د ولسي پاڅون د ځینو وسله والو له لوري د خلکو د تښتونې او پیسو اخستلو په اړه یې کره اسناد او شواهد په لاس کې دي: ((دا رښتیا ده واقعا چې د خلکو پر کورونو او حتى نوامیسو تیري شوي دي، د پاڅون کسانو حتى خلک اختطاف کړي، درې نفره ما ورڅخه خلاص کړي دي، دوه قومندانان یې دي د نور محمد او رحمت په نومونو، ویډیوګاني یې راسره شته، زه جدي یم اود دې قطاع الطریقو کسانو مخنیوی به کوم، د اندړو امنیه قومندان ته مې هدایت کړی دی چې دغه کسان ونیسي.))
امرخیل ژمنه وکړه چې د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون په لیکو کې به له فاسدو کسانو سره جدي قانوني چلند وکړي.
د یادوني وړ ده، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکي له تیرو دریو کلونو راهیسي په خپله ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون په نامه د وسله والو کسانو او سیمه يیزو پولیسو له زور زیاتیو، باج اخیستنو او د بې ګناه کسانو له بندیانولو او حتى وژلو څخه سر ټکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA