ads

له پاپو نيوګيني سره لوبه، ۱۵ كسيزه افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د پاپو نيوګيني په وړاندې د څلور ورځنۍ سيالۍ لپاره ۱۵ كسيزه لوبډله اعلان کړه.ټاکل شوې دكركټ دغه ملي لوبډله د پاپو نيوګيني له ملي لوبډلې سره د لويو وچو جام يا  (Intercontinental Cup) سياليو د لړۍ څلور ورځنۍ سيالي، چې د روانې نومبر مياشتې په ۲۱مه نېټه پيلېږي او […]

نویسنده: The Killid Group
20 لړم 1394
له پاپو نيوګيني سره لوبه، ۱۵ كسيزه افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د پاپو نيوګيني په وړاندې د څلور ورځنۍ سيالۍ لپاره ۱۵ كسيزه لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې دكركټ دغه ملي لوبډله د پاپو نيوګيني له ملي لوبډلې سره د لويو وچو جام يا  (Intercontinental Cup) سياليو د لړۍ څلور ورځنۍ سيالي، چې د روانې نومبر مياشتې په ۲۱مه نېټه پيلېږي او تر ۲۴مې نېټې پورې دوام كوي، ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د پاپو نيوګيني په وړاندې د څلور ورځنۍ سيالۍ لپاره ۱۵ كسيزه لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې دكركټ دغه ملي لوبډله د پاپو نيوګيني له ملي لوبډلې سره د لويو وچو جام يا  (Intercontinental Cup) سياليو د لړۍ څلور ورځنۍ سيالي، چې د روانې نومبر مياشتې په ۲۱مه نېټه پيلېږي او تر ۲۴مې نېټې پورې دوام كوي، ترسره کړي.
د افغانستان كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه سيالي به د متحده عربي اماراتو په شارجه نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.
د سرچينې په وينا، د دې لوبې لپاره په ټاكل شوې لوبډله شبير نوري، نور علي ځدراڼ، جاوېد احمدي، اصغر ستانكزى، محمد نبي، سميع الله شينوارى، رحمت شاه، رشيد ارمان، شرف الدين اشرف، شهزاد محمدي، دولت ځدراڼ، يمين احمدزى، نواز خان، افسر خان ځاځى او حشمت الله شاهدي شامل دي.
ناصر جمال، نسيم بړيڅ، عبيدالله كونړى او عمران جنت داحتياطي لوبغاړو په توګه ټاكل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA