ads

د شينوارو قاضي

((زموږ په وخت كې سواد نه و، خلكو به د كلونو حساب د طبيعي پېښو په اساس كاوه، ماته مې پلار ويل، ستا د زېږېدو په شپه شينوارو كې تر ټولو لوى سيلاب راغلى و، بيا ډېر وروسته میرزايانو ويل، دا سيلاب په ۱۳۲۵ کال كې و، هغه وخت مكتب هم چا نه لوست، د […]

نویسنده: The Killid Group
11 تله 1394
د شينوارو قاضي

((زموږ په وخت كې سواد نه و، خلكو به د كلونو حساب د طبيعي پېښو په اساس كاوه، ماته مې پلار ويل، ستا د زېږېدو په شپه شينوارو كې تر ټولو لوى سيلاب راغلى و، بيا ډېر وروسته میرزايانو ويل، دا سيلاب په ۱۳۲۵ کال كې و، هغه وخت مكتب هم چا نه لوست، د خانانو زامنو به ترې په رشوت ځان خلاصولو او غريبانو پيسې نه لرلې او له بدې ورځې يې ښوونځى لوست.))

((زموږ په وخت كې سواد نه و، خلكو به د كلونو حساب د طبيعي پېښو په اساس كاوه، ماته مې پلار ويل، ستا د زېږېدو په شپه شينوارو كې تر ټولو لوى سيلاب راغلى و، بيا ډېر وروسته میرزايانو ويل، دا سيلاب په ۱۳۲۵ کال كې و، هغه وخت مكتب هم چا نه لوست، د خانانو زامنو به ترې په رشوت ځان خلاصولو او غريبانو پيسې نه لرلې او له بدې ورځې يې ښوونځى لوست.))
د ژوند د كيسې دا باب د شينوارو د قاضي سيد حسين نجيبي د خاطراتو ټولګه ده، هغه د شينوارو په يوه ميره كورنۍ كې زېږېدلى، پلار يې سيد امين پاچا او كورنۍ يې د پاپين مياجي بابا په اولاده كې راځي.
سيدحسين د هسكې مېنې په ښېرازه ورشوګانو كې خاپوړې او د خوسي بلا لوبې وكړې، شوخۍ، مستۍ دا هر څه د نورو ماشومانو په څېر د ده هم د ژوند رنګونه وو، داسې رنګونه چې اوس یې هم په ذهن کې دي، سید حسین وايي: (( بې شانه شوخ وم، يوازې مې په پټه زردالو راشکولي، د كلي څو نجونې او هلكان راته ولاړ وو، زه د يو چا د زردالو ونې ته وختم، خاوند يې راغى ويل يې، پاچا صيب! ونې ته ختلى يې؟ زما رنګ ژيړ شو، ورته مې وويل هو! بيا يې ويل زردالو دې وشكول، ما ويل هو! نور نو سړى رانه ولاړ، خو بيا زه تر پايه خجالت وم.))
هغه مهال په كلي كې خلكو د ښوونځي له نومه بد وړل، ماشومانو ته يوازې شوخي او مستي پاتې وه، خو د شوخۍ له دې غره نه سيد حسين ډېر ژر راكېوت، داسې چې په اووه كلنۍ كې يې مور مړه شوه، يو ورور او يوه خور يې پاتې شول، پلار يې هم بل واده وكړ او له هسكې مېنې څخه يې د روداتو (كان) کلي ته كډه يوړه.
كان د جلال اباد ښار ته نږدې سيمه وه، ځكه نو د تعليم په اړه هم په كې نظريه هومره منفوره نه وه، لكه څومره چې د سيدحسين په وينا د ده په اصلي كلي كې خلكو له ښوونځي كركه لرله:(( زما په پلرني كلي كې يوازې د تعليم ستونزه وه، نور نو ډېر سوچه ژوند و، هره كورنۍ خودكفا وه، غنم به خپل كېدل، هر څوك د خپلې غوا په غوړيو ماړه وو، پنبه به چې وشوه، بيا به يې روداتو ته يوړه، رخت به يې ترې جوړ كړ او تك سپين خامتا كالي به يې ترې وګنډل، د ژمي به يې پسه حلال كړ، ټول ژمى به يې د لاندي غوښه خوړله.))
سید حسین زیاتوي:(( څپلۍ به له ښار نه موږ ته راوړل كېدې، خو چې وبه شكېدې، بيا به پرتې وې، درې مياشتې پس به يو وار موچي په كلي راپېښه وكړه، هغه به يې راته ګنډلې، د مزريو څپلۍ هم كلي ته راتلې، خو هغه به هم ډېرې ژر شكېدلې، مينه، خلوص دا هر څه په هر كور كې بې حسابه پيدا كېدل…))
خو سيد حسين له دغه سوچه او له مينې ډك ماحول نه كان ته په راتلو تر ټولو لويه ګټه وكړه او هغه دا چې د خپل روښانفكره او تعليم يافته ماما سيورى يې پيدا كړ، ماما يې دى له پلاره واخست او د كان په محلي ښوونځي كې يې كېناوه: ((ماما مې دهاتي ښوونځي ته په ۱۳۳۴ کال كې شامل كړم، درې ټولګي يې لرل، ډېر ضعيفه استاد مو و، ده رسمي زده كړې نه درلودې، مازې يې څو كتابونه لوستي او په هندسه او رياضي كې ځكه ماهر و چې د كلي د خلكو پټي يې جريب كول.))
د علم سفر پيل شوى و، سيد حسين درې كاله وروسته له ښوونځي فارغ او بيا يې دينې زده كړو ته ملا وتړله، د كان له ټولو ملايانو څخه يې فقهي كتابونه واړول او په حصارشاهي كې مولوي عبدالغفور ته كېناست، له دې ځايه چپرهار ته ولاړ، هلته يې له مولوي طالعمن څخه ښه ډېر كتابونه ولوستل او اخر په ۱۳۴۰ كال كې د هډې مدرسې په علمي او اكاډميك انګړ وربرابر شو:((دلته يې پنځم ټولګي ته له ۳۰۰ زده كوونكو نه امتحان واخست او ۱۶ نفره په كې بريالي شول، زه په كې اول نومره راغلم، دولسم مې همدلته ولوست، شاعري مې پيل كړه، دلته د ننګرهار ورځپاڼې كيسه ليكوال او د اشتراك مسوول شوم، خادم صيب، رښتين صيب او نور علما به زموږ د مدرسې ليدو او معاينې ته راتلل، ډېر يو ستر علمي – اكاډميك ماحول و.))
دا وخت نو د حسين دوى كډه بېرته كلي ته ګرځېدلې وه، په هډې مدرسه كې يې د دولت لخوا ۳۰۰ افغانۍ اخستې، كور ته د تلو كيسې يې خورا جالبې دي، دى وايي هغه مهال شينوارو يوازې يوه ټرانسپورټي وسيله لرله چې شكل يې لارۍ ته ورته و، خو ځايي خلكو به چكله بلله. دا چكله دومره ګرنده وه چې له ښاره به سهار روانه شوه، ماښام به د هسكې مېنې تر شپولې ورسېده.
كيسې يې ټولې يو په يو سيد حسين ته يادې دي:(( چكله به دومره له خلكو ډكه وه چې سترګو به دې ورته تور وخوړ، شپولې پورې يې لس افغانۍ كرايه وه، بيا يو شينواري بله چكله واخسته، تر ولسوالۍ پورې به يې ۱۵ افغانۍ اخستې، دا نو زموږ لپاره د اختر ورځ وه، كه نه چې شپوله كې به مخكې كوز شوو، كلي ته به مو دوه ساعته لار وهله.))
سيد حسين نجيبي په ۱۳۴۷ كال كې له هډې نجم المدارس څخه فارغ او سمدواره د ننګرهار په عالي دارالمعلمين كې استاد مقرر شو، دلته يې عادي معاش ۱۳۰۰ افغانۍ و، خو د پښتو كورسونو حق الزحمه به يې چې ورسره يو ځاى كړه؛ نو تر ټولو ښوونكو يې معاش زيات او ۱۸۰۰ افغانۍ كېده چې نورو استادانو ته يې دغه امتياز خوند نه وركاوه، خو څه موده وروسته عدليې وزارت ته راوغوښتل شو او بيا تر يو كال كار وروسته غزني ته ابتدائيه څارنوال واستول شو، څارنوالي د هغه لپاره نوې دنده وه، قوانين ورته نا اشنا وو.
دى د هغه وخت يوه كيسه هم راته كوي چې يوه قضيه نږدې وه د ده د برطرفۍ سبب شي:(( يوه وثيقه كې د سن په برخه كې قلم خوري شوې وه چې پنځه كاله بند پرې ختلى و، زه پرې پوه نه شوم، ما مرافع محكمې ته راجع كړه، خو تميز  ته چې رسېدلې وه، هغوى پرې پوه شول او پاوی يې راوستاوه چې دې وثيقه كې ولې قلم خوري شوې، قاضي يې سم له واره منفك كړ، خو له ما څخه زيات استعلامونه وشول، مګر خداى مې مل و، له دې وروسته رانه په ټول عمر كې يوه دوسيه هم بې دقته ونه وته.))
نجيبي له دې ځايه په ۱۳۵۳ کال كې د كابل پوهنتون شرعياتو پوهنځي ته وغوښتل شو، څلور كاله يې اول نومره ګي وكړه، بيا د علمي تخصيص لپاره عربي هېوادونو ته د شپږو مياشتو او په ۱۳۵۸ کال كې له پوهنتونه بريالى راووت.
له دې ځايه د كدر قضا ته ولاړ، شپږ مياشتې وروسته په ۱۳۵۹ كې د ننګرهار ابتدائيه محكمې ته د قاضي په توګه واستول شو، دا وخت هېواد د جګړو اور په لمن كې واخست، نجيبي مجبور شو چې وطن پرېږدي او حج ته ولاړ شي.
هلته يې د پاتې كېدو نيت وكړ، د روزګار مخه يې ونيوه، درې كاله هلته پاتې شو، خو د عربو له نړۍ يې ډېرې عجيبې خاطرې په زړه نقش كړې:(( زه د طايف تربت البقوم كې اوسېدم، كال په كال به حج ته راتلم، عربي مې زده وه له عربانو به مې تعميراتي اجارې اخستې، بيا به مې خپل افغانان مزدوران ورته پيدا كول، عرب دومره كبرجن وو، يو امير را نه خبر شو چې زه د افغانستان قاضي يم، نو په ډېر كبرجن انداز یې وويل، افغانان ډېر خوار خلك دي، تاسې خپله ډوډۍ نه لرئ زموږ له سعودي يې وړئ…))
له دې وروسته نجيبي په سعودي كې پاتې نه شو، پېښور ته راغى او له خپل ټولګيوال قاضي امين وقاد سره په سياسي فعاليتونو بوخت شو، موده وروسته د مجاهدينو عبوري حكومت تعليمي نصاب څانګې ته معرفي شو، ده هلته د (اى ار سي او فتحې) تعليمي نصابونه ارزول او د يو ځاى كولو لپاره يې هڅه وكړه چې زده كوونكي تر ډېره جنګي ذهنيت سره اشنا نه كړاى شي.
دى وايي، كابل ته د تنظيمونو له راننوتو وروسته د پوهنې په وزارت كې د نصاب مشري ور وسپارل شوه، خو وزارت ته چې راغى، نه چا كار كاوه، نه هم په اداراتو كې مېزونه او چوكۍ پاتې وو او نه د ده خبره چا اورېدله: (( دوه ورځې وروسته ولاړم، هلته مې د محاذ تنظيم په اخبار كې كار پيل كړ، تر ۱۳۷۵لمریز کاله پورې مې اخباري كارونه وكړل، احمدشاه ابدالي پوهنتون كې استاد شوم، د پامير ورځپاڼې مديريت مې كاوه، د طالبانو په وخت كې د جلال اباد ابتدائیه محكمې قاضي، ورپسې په ستره محكمه كې د تميز د امنيت عامې رئيس شوم، ورپسې د باميانو د شهري محكمې رئيس او د كرزي د حكومت په لومړيو كې پرله پسې د ننګرهار اوومې، نهمې، دولسمې ناحيه كې د قضا رئيس شوم.))
له دې وروسته قضايي سيستم په حوزو ووېشل شو، قاضي نجيبي په دې لړۍ كې د كابل لومړۍ حوزې رئيس او درې كاله وروسته د هلمند د استيناف رئيس شو، له هغه ځايه قضايي مفتشۍ ته انتخاب او په اخره كې د ۱۳۹۳ كال په اسد مياشت كې تقاعد وركړل شو.
قاضي نجيبي د دوه لوڼو او درې زامنو پلار دى، يوې لور يې د وخت د مشكلاتو له كبله زده كړې ونه كړاى شوې، خو بله يې پوهنتون ته تابيا نيسي، همدا راز يې مشر زوى حاجي ميرويس د ننګرهار پوهنتون له كرنې پوهنځي څخه په كدر درجه فارغ او په لومړنيو ټاكنو كې د ننګرهار د ټاكنيز دفتر مشر و، دوهم زوى يې انجنير ميرويس د ننګرهار له انجنيرۍ څخه د كدر په درجه فارغ او د ګڼو سترو دولتي پروژو مدير پاتې شوى، درېيم زوى يې سيد عدنان نجيبي د خراسان پوهنتون له تعميراتي انجنيرۍ او د ننګرهار له كمپيوټرساينس پوهنځي د ممتاز محصل په توګه فارغ شوى.
د قاضي نجيبي درې واړه زامن شاعران  او بااحساسه ځوانان دي، دوى د شعر ماده له خپله پلاره اخستې، پلار يې تر دې دمه يو سياسي او يو طنزي كتاب چاپ كړى، خو د قتل په اقسامو كې د كفارې احكام، د اسلام په تاريخ كې د امامت حق، شعري ټولګه او په پښتو ګرامري مسايلو يو اثر يې چاپ ته تيار دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA