ads

دولتي امكانات، د نادولتيانو په واک کې

په داسې حال كې چې يو شمېر حكومتي چارواكي له دندو ګوښه شوي او يا يې هم استعفا كړې ده، مګر بيا هم له دولتي امكاناتو ګټه پورته كوي او حكومت يې پر وړاندې چوپه خوله دى. په داسې حال كې چې يو شمېر حكومتي چارواكي له دندو ګوښه شوي او يا يې هم استعفا […]

نویسنده: The Killid Group
4 زمری 1394
دولتي امكانات، د نادولتيانو په واک کې

په داسې حال كې چې يو شمېر حكومتي چارواكي له دندو ګوښه شوي او يا يې هم استعفا كړې ده، مګر بيا هم له دولتي امكاناتو ګټه پورته كوي او حكومت يې پر وړاندې چوپه خوله دى.

په داسې حال كې چې يو شمېر حكومتي چارواكي له دندو ګوښه شوي او يا يې هم استعفا كړې ده، مګر بيا هم له دولتي امكاناتو ګټه پورته كوي او حكومت يې پر وړاندې چوپه خوله دى.

له دولتي امكاناتو د ګټه پورته كوونكو په لیست كې د تېر جمهور رئیس د کابینې ځینې وزيران، د خپلواكو ادارو رئيسان او  واليان شامل دي. له ۱۳۸۸تر ۱۳۹۳لمریز کاله پورې د كار او ټولنيزو چارو وزارت پخوانۍ وزيره امنه افضلي د هغه كسانو له ډلې ده چې تر اوسه هم له ځان سره د دې وزارت اړوند يو موټر ګرځوي. د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مومند كليد ته ومنله چې مېرمن افضلي تر اوسه په دې وزارت پورې اړوند یو موټر له دې كبله نه دى سپارلى چې بل موټر نه لري:((وزارت د دې لپاره چې مېرمن افضلي موټر نه لري د انساني همدردۍ له مخې دا موټر تر هغه د دې په واك كې وركړی، څو ځانته موټر واخلي او له هغې وروسته به يې ترې بېرته ترلاسه كړو.)) موږ وغوښتل چې په دې اړه د مېرمن افضلي نظر هم واخلو، خو بريالي نه شوو.

د نشه يې توكو پر وړاندې د مبارزې پخواني وزير جنرال خدايداد هم د دې وزارت يو موټر نږدې درې كاله د خپلو شخصي ګټو لپاره كارولى دى. د نشه يې توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيكو رئيس محمد حنيف دانشيار وايي، جنرال خدايداد د تېر جمهور رئيس حامد كرزي په ځانګړي فرمان دا موټر له ځانه سره ساتلى و، خو په خبره يې د نوي حكومت تر تشكېل وروسته يې وزارت ته تسليم كړی دی.

تر خدایداد وروسته د نشه يې توكو پر وړاندې د مبارزې وزير مبارز محمد راشدي هم د وزارت تر پرېښودو وروسته يو موټر له ځان سره بيولى و چې د دانشیار په خبره له وزارته یې تر تګ څو میاشتې وروسته بیرته وزارت ته سپارلی دی.

د ټاكنو د خپلواك كمسيون د دارالانشاء پخوانی رئيس ضياءالحق امرخيل ته هم ګوته نیول شوې چې له دندې تر استعفا وروسته يې له ځانه سره د ياد كمسيون يو شمېر توكي او موټر ساتلى، خو ضياءالحق امرخيل دا موضوع رده کړه. نوموړي د كليد خبريال ته هغه تاييد شوې پاڼه هم وښوده چې د اموالو تر تسليمېدو وروسته يې د ټاكنو له خپلواك كمسيون ترلاسه كړې وه. خو په ښاغلي امرخيل پسې اوس هم د ده د امنيت د خوندي كولو لپاره د ملي امنيت دوه تعقيبي موټر روان وي. نوموړى وايي:(( دا موټر د ملي امنيت رئيس زما د امنيت د خوندي كولو لپاره زما په واك كې راكړي دي، هغوى ته راپور وركړل شوى چې زه په خطر كې يم، له دې كبله يې دا ګام پورته كړى دى، البته زه يې دعوه ګير نه يم.)) هاخوا د ټاكنو د خپلواك كمسيون د دارالانشاء سرپرست رئيس اورنګزيب هم كليد ته تاييد كړه چې ښاغلي امرخيل خپل ټول اخستل شوي امكانات بېرته كمسيون ته سپارلي دي.

له ۱۳۸۹تر۱۳۹۲لمریز کاله پورې د ټاكنو خپلواك كمسيون د پخواني رئيس فضل احمد معنوي نوم هم د هغو كسانو په لیست کې دی چې تر اوسه يې هغه موټر كمسيون ته نه دی سپارلی چې د رياست په دوره كې يې تر لاسه كړی و. د ټاكنو د خپلواك كمسيون وياند نورمحمد مني چې ښاغلي معنوي له ځان سره د كمسيون موټر وړی دی، خو په خبره یې په دې اړه پوره جزئيات په لاس كې نه لري.  موږ هڅه وکړه چې له فضل احمد معنوي سره هم مرکه وکړو، خو نوموړی له هېواده بهر وو او د ټلیفون شمېره يې له يوه سكرتر سره وه چې نوموړي په دې اړه خبرې کول له خپل صلاحیت څخه پورته وبلل.

له ۱۳۸۱تر ۱۳۸۲لمریز کاله پورې د كونړ پخوانی والي محمديوسف شجن هم له ځانه سره د ولايت مقام يو موټر بیولی چې اوس يې برخليك بیخي ناڅرګند دى. د دې ولايت د ټرانسپورت رئيس جان اغا توفان له كليد سره په مركه كې ومنله چې يوسف شجن يو پراډو ۹۵ماډل موټر د خپلې كاري دورې تر پاى ته رسېدا وروسته له ځان سره بيولى دی. نوموړى وايي:(( ۱۴ كاله كيږي چې زه په كونړ كې د ټرانسپورټ رئيس يم، تر اوسه ما ته چا د دې موټر تسليمي نه ده راكړې.)) ډېره هڅه مو وكړه چې له ښاغلي شجن سره اړيكه ونيسو، خو يوې سرچينې د خپل نوم د نه خپرولو په شرط كليد ته وويل چې نوموړى اوس له هېواده بهر ژوند کوي.

له ۱۳۹۱ تر ۱۳۹۳ لمریز کاله پورې په پارلماني چارو كې  د حکومت وزير او اوس مهال د كندهار والي همايون عزيزي هم د هغو کسانو په ډله کې دى چې د وزارت د وخت يو زرهي موټر يې له ځان سره وړى. خو همایون عزیزي بیا دا تور په کلکه رد کړ او زیاته یې کړه:(( زه په ډاډ سره ویلی شم چې په لومړیو ورځو کې مې دا موټر تسلیم کړ. تاسې په دې اړه له نوې وزیر صاحب هم پوښتنه کولی شئ.)) په ورته وخت كې په پارلماني چارو كې د حكومت د وزير وياند ذاكرالله كليد ته وويل، ښاغلي عزيزي ياد موټر له ځان سره تر دوو اوونيو ساتلى و او وروسته يې بېرته دوى ته تسليم كړى دى.

له ۱۳۸۳تر ۱۳۸۸ لمریز کاله پورې د تېر جمهور رئیس حامد کرزي  د لومړي مرستیال او اوسمهال د ښې حکومتولۍ په برخه کې د جمهور رئیس غني د ځانګړي استازي احمدضياء مسعود په اړه ويل كېږي چې له تېرې دورې ورسره څو موټر پاتې دي، مګر د نوموړي وياند رحمت الله پېژندپور دا موضوع ردوي، خو زياتوي چې د ټاكنيزو منډو ترړو پر مهال نوموړې ته يو شمېر شخصي موټرونه د تحول او تداوم ډلې اخستي وو چې اوس هم ورسره دي او دا موټر په دولت پورې اړوند نه دي.

هممهاله د فراه د پخواني والي محمدعمر شيرزاد په اړه ويل كيږي چې د ولايت درې عرادي موټر يې له ځانه سره ساتلي دي. كه څه هم موږ هڅه وكړه چې په دې اړه د ښاغلي شيرزاد نظر واخلو، خو تر ډېرو هڅو وروسته هم بريالي نه شوو، مګر د سيمه‌يېزو ارګانونو د خپلواكې ادارې پخواني وياند تواب غورځنګ له كليد سره په خبرو كې وويل، شيرزاد دا موټرونه اوس سپارلي دي. ښاغلي غورځنګ په يوه رسمي برېښناليك کې چې د كليد په نوم يې راليږلى، ليكلي:(( د فراه پخواني والي محمدعمر شيرزاد درې عرادې موټر چې له ده سره وو، لومړى يې دوه د فراه ولايتي ادارې ته تسليم كړل، درېيم يې خراب و او اوس يې هغه هم له رغولو وروسته موږ ته سپارلى دى.))

 

په همدې برېښناليك کې ښاغلي غورځنګ دې پوښتنې ته چې ايا نور واليان او ولسوالان دم ګړۍ له دولتي امكاناتو په غيرقانوني توګه ګټه پورته كوي، په وركړل شوي ځواب كې ليكلي:(( موږ د يوه ميكانيزم له مخې په هر ولايت كې د ټرانسپورټ امرين لرو، هر كله چې د يوه مسوول شخص دنده پاى ته رسيږي؛ نو بيا همدغه اداره ترې ټول دولتي امكانات تسلیمېږي او په بدل كې يې د تسلیمۍ پاڼه وركوي. زه د هماغې شمېرو له مخې ويلى شم چې په پخوانیو واليانو او ولسوالانو كې بل څوك نشته چې له دولتي امكاناتو په غيرقانوني شكل ګټه پورته کړي.))

د ملي دفاع وزارت د متقاعدو لوړرتبه مامورينو په اړه هم ويل كېږي، له هغو امكاناتو ګټه پورته كوي چې د خپلې دندې پر مهال يې په خدمت كې و. خو  د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال دولت وزيري له كليد سره په خبرو كې دا خبره رد كړه. ده وويل:(( ملي دفاع وزارت له خپل هر مامور څخه وروسته تر دې چې دنده پرېږدي او يا هم تقاعد كېږي خپل ټول وسايل اخلي او تر هغه علم خبر نه وركوي چې خپل ټول وسایل یې سپارلي نه وي.))

په ورته وخت كې  د ولسي جرګې د شكايتونو د اورېدلو كمسيون رئيس عبيدالله باركزى د ولسي جرګې د تېرې دورې یو شمېر وكيلان تورنوي چې تر اوسه يې د امنيت د خوندي کولو لپاره د حکومت له خوا وركړل شوې وسلې بېرته نه دي سپارلي. ښاغلي باركزي له كليد سره په خبرو كې ومنله چې په دې اړه ورته ډېر شكايتونه رسيدلي، خو تر ډېر تاكيد وروسته یې هم د هغو كسانو نومونه ونه ښودل چې دوى ته يې لیست وركړل شوى دى. هڅه مو وکړه په دې اړه د کورنیو چارو وزارت سره هم وغږيږو، خو بریالي نه شوو.

هاخوا د مشرانو جرګې د شكايتونو د اورېدلو كمسيون رئيس زلمى زابلى ادعا كوي چې د جمهور رئيس حامد كرزي ټولې كابينې له ځان سره د حكومت له لوري وركړل شوي امكانات ساتلي او نوي حكومت ته يې نه دي سپارلي. زلمى زابلى وايي:(( په دې اړه رسمي لیست موږ ته نه دى راغلى، خو زه درته وايم چې په دې كسانو كې پخواني وزيران، واليان او د خپلواكو ادارو رئيسان شامل دي او هر يو يې په هماغه  شکل له دولتي امتيازاتو ګټه پورته كوي.)) 

همدا ټکی مو د حکومت د چارو ادارې د مطبوعاتو له مدیریت او همدرانګه له مالي او اداري مرستیالې کاملې صدیقي سره شریک کړ، خو دواړو  په دې اړوند له خبرو کولو ډډه وکړه.

له دولتي امكاناتو د ناقانونه ګټې اخستنې غږونه داسې مهال پورته كيږي چې جمهوري رياست هم له يو شمېر دولتي چارواكو او د ملي شورا له غړو سره په كتنه كې ويلي و چې په لنډه موده كې به له دې كسانو څخه دولتي امكانات ټول كړي، مګر له هغې نېټې درې میاشتې تېرې شوې، خو د عملي اقدام څرک نه لیدل کېږي.

د دغې موضوع په اړه مو له جمهوري رياست سره هم اړيكه ونيوله، خو د جمهور رئيس غني د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي په دې اړه بې خبرې وښوده.

دا چې له پخوانو دولتي چارواكو به دا امكانات واخستل شي او که نه او په دې اړه به حكومت كوم څه دريځ خپل كړي، هغه پوښتنې دي چې وخت به يې ځواب كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA