ads

ميدان وردګو کې بې وزلو ته د مرستې را ټولولو صندوق او بانکي حساب جوړېږي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، په دغه ولايت کې بې وزله کورنيو ته د مرستې راټولولو په هدف صندوق او يو بانکي حساب جوړېږي او له دې لارې به په ملي او نړيواله کچه له سوداګرو او نورو څخه دغو کورنيو ته مرستې را جلب کړي . د ميدان وردګو والي حيات […]

نویسنده: The Killid Group
23 چنګاښ 1394
ميدان وردګو کې بې وزلو ته د مرستې را ټولولو صندوق او بانکي حساب جوړېږي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، په دغه ولايت کې بې وزله کورنيو ته د مرستې راټولولو په هدف صندوق او يو بانکي حساب جوړېږي او له دې لارې به په ملي او نړيواله کچه له سوداګرو او نورو څخه دغو کورنيو ته مرستې را جلب کړي .

د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، والي حيات الله حيات پرون په يوه غونډه کې وويل، د ټول ولايت په کچه به د بې وزله کورنيو يو لړليک جوړ کړي او له دې لارې به ورته مرستې ورسوي .

نوموړی زياتوي، که د ادارو د مسوولينو هوکړه وشوه، نو هره مياشت به له ۵ څخه تر ۱۰ افغانيو پورې د کارکوونکو له مياشتنۍ تنخوا څخه ياد بانکي حساب ته اضافه کېږي او همدا راز له سوداګرو سره به د خبرو له لارې هم دغه بانکي حساب ته د هغوی مرستې راجلب کړي .

د هغه په وينا، دغه کار به ډېر ژر پيل کړي او د يوه شفاف پلان په جوړولو سره به د ميدان وردګو ولايت ټولو بې وزله کورنيو ته د مرستې ترسره کولو لړۍ جاري وساتي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA