ads

نثر لیکلو ته پام ډېر شوی دی

لیکوال او لوستونکي وايي، دا مهال ډېر شمېر لیکوال او ژباړونکي د مهمو کتابونو پر لیکلو او ژباړلو بوخت دي چې له كبله یې د نثر برخه پیاوړې شوې ده.د خوست ولایت اوسېدونکی او لیکوال فریدالله قربان وايي چې په اوس وخت کې ډېر شمېر ځوان لیکوال او ژباړونکي په نثري لیکلو بوخت دي او […]

نویسنده: The Killid Group
17 چنګاښ 1394

لیکوال او لوستونکي وايي، دا مهال ډېر شمېر لیکوال او ژباړونکي د مهمو کتابونو پر لیکلو او ژباړلو بوخت دي چې له كبله یې د نثر برخه پیاوړې شوې ده.
د خوست ولایت اوسېدونکی او لیکوال فریدالله قربان وايي چې په اوس وخت کې ډېر شمېر ځوان لیکوال او ژباړونکي په نثري لیکلو بوخت دي او په ډېرو مهمو

لیکوال او لوستونکي وايي، دا مهال ډېر شمېر لیکوال او ژباړونکي د مهمو کتابونو پر لیکلو او ژباړلو بوخت دي چې له كبله یې د نثر برخه پیاوړې شوې ده.

د خوست ولایت اوسېدونکی او لیکوال فریدالله قربان وايي چې په اوس وخت کې ډېر شمېر ځوان لیکوال او ژباړونکي په نثري لیکلو بوخت دي او په ډېرو مهمو برخو کې یې ډېر څه د لوستونکو تر ګوتو رسولي دي. نوموړی وايي، د ناولونو، لنډو کیسو، علمي اثارو، تحقیقي پنځونو چاپ هغه څه دی چې د نثر ډګر یې ځلانده کړی دی:(( اوس لنډې کیسې ډېرې لیکل کیږي او ښې معياري ليكل كېږي او په دې وروستیو کې د ناولونو لیکلو لړۍ هم ډېره تېزه شوې ده.)) قربان زياته كړه:(( د لنډو كيسو او ناولونو ترڅنګ تحقیق ته هم تر یوه بریده پام اوښتی، اوس په داسې مسایلو لیکنې پیدا کیږي چې پخوا پرې یوه لیکنه هم نه پیدا کیده.))

خو په عین حال کې ځوانان په علمي برخه کې د نثر رنګ اوس هم ډېر تت ګڼي. دوی وايي، که چېرې د اکاډمیکو مرکزونو استادان، لیکوال او څېړونکي په علمي ډګر کې خپلو نثري پنځونو ته د اړتیا له مخې پام وکړي، نور به د نثر په ډګر کې مهم پرمختګ شوی وي. لیکوال او ژباړونکی ساجد بهار وايي، دا مهال پښتو ژبه تر هر څه زیات علمي کتابونو او څېړنو ته اړتیا لري چې دا کار د ډېرو استادانو او لیکوالو له وسه پوره دی. بهار که څه هم د ځوانانو له خوا په دې برخه کې کېدونکي ژباړې پر ځای بولي، خو د ژباړو تر څنګ پر خپلو لیکلو هم ټینګار کوي.

خو له دې سره سره د نثر لیکلو او چاپ اوسنی حالت لیکوال د پام وړ ګڼي. د دې ډګر مخکښ فعال ساده حیدرخېل وايي، څو کاله وړاندې په پښتو ژبه کې د نثر رنګ بیخي کم، حتی د نشت برابر و چې اوس یې پرمختګ د روښانه راتلونکې زیري له ځانه سره لري.

د دې ترڅنګ دا مهال د شعر په خوا کې د نثر لوستونکي هم زیات شوي، ځکه اړتیا یې محسوس ده او د نثر ساده توب او رواني هم د نثر د مینه والو په زیاتوالي کې رول لوبولی دی.

د خوست یو تن اوسېدونکی جلال الدین جمکزی همدا خبره کوي او له لیکوالو غواړي، د نثر په برخه کې هغه څه وپنځوي چې ټولنه او لوستونکي ورته اړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA