ads

نواز شريف پر خپل ګوند د درغلۍ لګېدلي تورونه رد کړل

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د دې هېواد د ځينو سياسي ګوندونو لخوا د پاکستان د تېر كال په ټاکنو کې پر خپل ګوند مسلم ليګ (ن) د درغلۍ لګېدلي تورونه رد کړل او د دغو تورونو د څېړلو، د ټاكنو د شفافيت او د روانو سياسي شخړو د هواري لپاره يې د دې […]

نویسنده: The Killid Group
22 زمری 1393
نواز شريف پر خپل ګوند د درغلۍ لګېدلي تورونه رد کړل

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د دې هېواد د ځينو سياسي ګوندونو لخوا د پاکستان د تېر كال په ټاکنو کې پر خپل ګوند مسلم ليګ (ن) د درغلۍ لګېدلي تورونه رد کړل او د دغو تورونو د څېړلو، د ټاكنو د شفافيت او د روانو سياسي شخړو د هواري لپاره يې د دې هېواد د سترې محکمې تر څارنې لاندې د يوه خپلواک عدالتي کمېسيون جوړولو اعلان وکړ.

نواز شريف تېره شپه تر هغې وروسته ملت ته ټلويزيوني وينا وکړه، چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوندونو د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه، د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ په پايتخت اسلام اباد کې د “ازادي”ا و “انقلاب” په نومونو د پراخو لاريونونو اعلان کړى دى.

عمران خان او قادري دواړه ادعا کوي، چې د ۲۰۱۳ کال په ټاكنو کې، چې نواز شريف يې واک ته ورساوه، درغلۍ شوې دي، خو نواز شريف ملت ته د وينا پر مهال پر خپل ګوند لګېدلي د درغلۍ تورونه رد کړل او ويې ويل، چې يادې ټاكنې د نړيوالو څارونکو په موجوديت کې ترسره شوي، چې دغو ټولو شفافې بللي او د پاکستان په تاريخ کې سارى نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA