د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د اوربند له پاى ته رسېدو وروسته د اسراييلو پوځ تېره ورځ پر غزې بيا هوايي بريدونه پيل كړل. د اسراييلو د حکومت وياند مارک رېګېو Mark Regev د اوربند د ماتېدو پړه پر حماس واچوله او ويې ويل، چې پرون سهار حماس پر اسراييلي هدفونو او د
د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د اوربند له پاى ته رسېدو وروسته د اسراييلو پوځ تېره ورځ پر غزې بيا هوايي بريدونه پيل كړل.
د اسراييلو د حکومت وياند مارک رېګېو Mark Regev د اوربند د ماتېدو پړه پر حماس واچوله او ويې ويل، چې پرون سهار حماس پر اسراييلي هدفونو او د سرحد په اوږدو کې پر استوګنځايونو بيا بريدونه پيل كړل.
د اسراييلو او فلسطينۍ حماس ډلې ترمينځ د درې ورځنې اوربند له پاى ته رسېدو وروسته څه باندې لس توغندي له غزې پر اسراييلو پرېوتل.
د فلسطين روغتيايي چارواکي وايي، په غزې ښار کې يوه جومات ته نږدې د اسراييلي پوځ بريدونو کې يوولس کلن ماشوم وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.
د دواړو خواوو بريدونه وروسته له هغې پيل شول، چې په قاهره کې د اسراييلو او د فلسطينيانو د بېلابېلو ډلو د استازو ترمينځ د وړمې شپې اوږدې خبرې له کومې موافقې پرته پاى ته ورسېدې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ