د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د اسراييلي پوځ لخوا په غزه کې د لسګونو فلسطينيانو وژنه يو بېرحمانه عمل بللى او غندلى يې دى.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د اسراييلي پوځ لخوا په غزه کې د لسګونو فلسطينيانو وژنه يو بېرحمانه عمل بللى او غندلى يې دى.
د رپوټونو له مخې، پرون د غزې په شجاعيه سيمه کې د اسراييلو د پوځ په عملياتو کې څه باندې شپېته فلسطينيان او ديارلس اسراييلي سرتېري ووژل شول.
بانكي مون، چې منځني ختيځ ته د سفر په لومړي پړاو کې يې پرون د قطر په پايتخت دوحه کې خبرې کولې، د اسراييلي پوځ د تېرو دوو اونيو د عملياتو، چې په نتيجه کې يې څه باندې څلور سوه فلسطينيان ووژل شول، د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې ټاكل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري منځني ختيځ ته د فلسطين او اسراييلو ترمنځ د اوربند كولو په تړاو سفر وکړي.
په همدې حال کې د حماس ډلې ادعا كړې، چې پرون ناوخته يې په غزه کې د جګړو په ترڅ کې د شاول آرون په نوم يو اسراييلى سرتېرى نيولى، خو اسراييلو د حماس دغه ادعا رد کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ