ads

راسموسن افغانستان سره د ناټو سازمان د مرستو پر دوام ټينګار وكړ

د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن د ناټو د سازمان د دفاع وزيرانو د غونډې په دويمه ورځ وويل چې په افغانستان كې د امريكا د راتلونكې ماموريت اعلان په دې هېواد كې د ناټو د ماموريت د دوام لپاره يو ستر ګام ګام دى.     د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن د ناټو […]

نویسنده: The Killid Group
14 غبرګولی 1393
راسموسن افغانستان سره د ناټو سازمان د مرستو پر دوام ټينګار وكړ

د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن د ناټو د سازمان د دفاع وزيرانو د غونډې په دويمه ورځ وويل چې په افغانستان كې د امريكا د راتلونكې ماموريت اعلان په دې هېواد كې د ناټو د ماموريت د دوام لپاره يو ستر ګام ګام دى.

نوموړي همدارز وويل چې په افغانستان كې يې لومړى پړاو ماموريت د روان ميلادي كال ترپايه بشپړېږي، چې وروسته دوى د افغان ځواكونو د ښونې او روزنې او سلا مشورې پر بنسټ د ناټو دويم پړاو ماموريت پيلېدو ته چمتو دي.

نوموړي د افغانستان د لومړي پړاو ټاكنو پرمهال د افغانانو پراخه ګډون د ولسواكۍ په برخه كې لوى پرمختګ وباله او زياته يې كړه چې دې ټاكنې د خلكو له لوري د طالبانو ردول په روښانه توګه په ډاګه كړل.

راسموسن د ټاكنو پرمهال د امنيت د تامين په برخه كې د افغان ځواكونو وړتياوې وستايلې او وويل، چې افغان ځواكونو د ټاكنو د څه باندې شپږ زره مركزونو د امنيت په تامينولو سره خپله وړتيا او مسلكي توب ثابته كړ.

نوموړي د جمهوري رياست د دويم پړاو د برياليو ټاكنو د ترسره كېدو هيله وښوده او زياته يې كړه چې دوى له افغانستان سره د پراخو او متداومه او پياوړو اړيكو لرلو ته لېواله دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA