په سوريې کې نن سهار داسې مهال د جمهوري رياست ټاکنې پيل شوې، چې لاهم په دې هېواد کې د روانې جګړې له کبله خلک وژل کېږي او له هېواده ګاونډيو هېوادونو ته کډه کېږي.
په سوريې کې نن سهار داسې مهال د جمهوري رياست ټاکنې پيل شوې، چې لاهم په دې هېواد کې د روانې جګړې له کبله خلک وژل کېږي او له هېواده ګاونډيو هېوادونو ته کډه کېږي.
راى اچونه نن سهار په ځايي وخت اووه بجې پيل شوې، چې د ماښام تر اوو بجو به دوام وکړي.
ټاکنې يوازې د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو كې کېږي، خو د حکومت مخالفين تر ډېره د هېواد پر شمالي او ختيزو سيمو واکمن دي، چې هلته ټاکنې ترسره کېدل ناممکن ښکاري.
اټکل کېږي، چې بشارالاسد به د اوو نورو کلونو لپاره جمهوررئيس شي.
د اسد پر وړاندې دوه نور کانديدان حسن النوري او ماهر حجار جمهوري رياست ته ولاړ دي.
د سوريې د کورنيو چارو وزارت ويلي، د ټاکنو په نږدې نهه زره مرکزونو کې به شاوخوا پنځلس ميليونه وګړي رايې ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ